د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

ارګ: حکومت د بهرنیو چارو د پخواني وزیر له کړنو راضي نه و


د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په بهرنیو چارو وزارت کې د بنسټیزو اصلاحاتو پر راوستو ټینګار کوي.

د بهرنیو چارو د پخواني وزیر صلاح الدین رباني له استعفا نږدې دوه اوونۍ وروسته د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په دغه وزارت کې د پراخو اصلاحاتو د راوستو خبره کوي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د يکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه وزارت د پخواني وزیر له کړنو راضي نه وه.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

دی وایي: "حکومت راضي نه و، دلایل هم شته، موارد هم شته، هغه بیا کېدای شي چې په جزیاتو خبرې وکړو، خو هغه دنده چې د بهرنیو چارو وزارت درلوده، د هغه په تحقق کې موږه يو څه ناخوالې او ستونزې لیدلي، موږ په دغه وزارت کې ډېر ښه حرکت نه و لیدلی، زموږ ارزونه همدا وه چې په دغه بنسټ کې حرکت راشي، نو د دغه حرکت لپاره په کار ده چې دغه اصلاحي برنامه عملي شي."

تشکیلاتي پړسوب، کار اهل کار ته نه سپارل، د شخصي او ګوندي مداخلو ختمول، په سفارتي او قونسلي چارو کې ستونزې هغه موارد دي چې ښاغلي صدیقي یې په برخه کې د اصلاتو د راوستو خبره کوي.

د ده په خبره، په بهرنیو چارو وزارت کې اصلاحات دوه پړاونه لري چې يو یې بېړنی او دوهم یې د اوږدمهالو پلانونو پلي کول دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د خپلې کړنلارې سره سم باید په سیمه ییزه او نړیواله کچه له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا او د اقتصادي همکاريو د پياوړتیا پر مرکز بدل شي.

تر دې مخکې د بهرنیو چارو پخواني سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په خپل استعفالیک کې لیکلي وو چې د "ملي یووالي په حکومت کې کاري فضا مطلوبه نه ده."

د بهرنیو چارو پخوانی سرپرست وزیر صلاح الدین رباني
د بهرنیو چارو پخوانی سرپرست وزیر صلاح الدین رباني

ښاغلي رباني په خپل استعفالیک کې نیوکه کړې چې "د اصلاحاتو د شعار تر سیوري لاندې داسې مغرض چلند کېده چې په ټولنه کې د تبعیض او تعصب دودوونکی او بنسټیز کوونکی دی او د ټولنې د یووالي بنیادونو ته په کلکه زیان رسوي."

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا ښاغلی رباني په بهرنیو چارو وزارت کې د خپلو شخصي او ګوندي ګټو پر پاللو تورنوي او وايي چې دغو چارو په بهرنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو مخه ډب کړې وه.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ښاغلي رباني او نوموړي ته د ځینو نږدې کسانو غبرګون هم ولرو، خو له ډېرو هڅو سره سره بریالي نشو.

خو له دې وړاندې د افغان حکومت اجرائیه ریاست په بهرنیو چارو وزارت کې د ښاغلي رباني شااوخوا پنځه کلن فعالیتونه د پام وړ بللي وو.

XS
SM
MD
LG