د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۲

سرخط: د ټاکنو کمېسیون دې نور ټاکنیز مهالویش نه نقضوي


کابل چاپ ورځپاڼې
کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ د ټاکنو او د کابل ښار د امنیتي وضعیت په اړه لیکنې او تبصرې چاپ کړې دي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې په سرمقالې کې راغلي، د ټاکنو کمېسیون دې نور ټاکنیز مهالویش نه نقضوي.

سر مقاله لیکونکی لیکي، په کمېسیون کې دننه ستونزې او کمیسیون ته د درملوګ کمپنۍ له خوا په ځنډ سره د راپور سپارل امکان لري د کمېسیون نوی مهال ویش هم نقض شي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي که د ټاکنو کمېسیون دا ځل هم په خپله ژمنه کې پاتې راشي او خپل جوړ کړی مهالویش بیا هم نقض کړي په ټاکنو به د ولسمشري د نوماندانو، د څار د بنسټونو، نړیوالې ټولنې او افغانانو باور نور هم زیانمن شي او د هغو کسانو او ډلو لپاره به پلمه وګرځي چې د ټاکنیزو سیاليو پر اصولو او د خلکو پر رایو باور نه لري او د لانجې لپاره پلمې لټوي.

د سرمقالې په پای کې یادونه شوې، که ټاکنیز کمېشنران په دې برخه کې له غور او دقت کار وانخلي، خپل منځي اختلافات یوې خواته نه کړي، دوی به هم د تېرو کمېشنرانو په څېر د خپلو کارونو، تېروتنو او له پروسې سره د نامناسب چلند سزا وویني.

دنیا:

د دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی د ټاکنو د اعلان ځنډ سیاسي لاملونه لري.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي په سختو امنیتي شرایطو کې خلک ولاړل او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه، خو اوس کابل ته راتلونکي امریکايي پلاوي هڅه کوي، چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني ترمنځ یوې معاملې ته لاره هواره کړي.

لیکوال ټینګار کوي، چې د خلکو رایو ته باید احترام وشي، او کمېسیون چا ته اجازه ورنه کړي، چې په سختو شرایطو کې په ورکړو رایو معامله وشي.

نورو ورځپاڼو بیا د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ په ناامنیو په ځانګړې ډول په پلازمینې کابل کې په روانو امنیتي ستونزو لیکنې کړې.

اصلاح:

اصلاح ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي په پلازمینې کابل کې جنايي پېښې او امنیتي ستونزې ډېرې شوي.

په ورځپاڼه کې راغلي، کابل ښاریان له امنیتي ادارو غواړي چې په ښار کې د غلاوو، وژنو او اختطاف مخه ونیسي.

لیکوال وړاندیز کوي، چې پولیس باید له داشان خلکو سره داسې چلند وکړي څو نورو ته هم د عبرت درس وګرځي او ښاریان په ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي، په ښار کې جنايي پېښو خلک اندېښمن کړي، په پانګونې یې ناوړه اغیز کړی او حتی د لیکوال په خبره د خلکو او حکومت ترمنځ یې واټن رامنځ ته کړی دی.

XS
SM
MD
LG