د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

افغانستان د پناه غوښتونکو ستونزو ته د رسېدنې په اړه هېڅ قانون نه دی تصویب کړی


د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي، د پناه ورکونې د قانون د نشتوالي له امله نشي کولی چې د بهرنیو پناه غوښتونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په داسې حال کې چې افغانستان د پناه ورکونې په اړه د ۱۹۵۱میلادي کال کنوانسیون او ۱۹۶۷میلادي کال پروتوکول لاسلیک کړی، خو لا هم دغه هېواد د پناه غوښتونکو ستونزو ته د رسېدنې په اړه هېڅ قانون نه دی تصویب کړی.

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت وايي، که څه هم سلګونه بهرني پناه غوښتونکي په ځانګړي توګه پاکستاني او ایراني اتباع په افغانستان کې شته، خو دغه هېواد هېڅ داسې قانون نه لري چې له مخې یې د دغو پناه غوښتونکو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالباسط انصاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې اوسمهال په افغانستان کې د بهرنیو پناه غوښتونکو ستونزې د ملګرو ملتونو د عالي کمیساریو له خوا هوارېږي.

دی زیاتوي: "له بده مرغه چې موږ د پناه ورکونې قانون نه لرو او دغه قانون پنځه کاله مخکې د افغانستان د کډوالو وزارت د عدلیې وزارت ته لېږلی و، خو دغه مسؤلیت اوس د عالي کمیساریو پر غاړه دی چې په افغانستان خارجي پناه غوښتونکو ته د اوسېدنې څنګه زمینه مساعدوي، اوسمهال د افغانستان د کډوالو چارو وزارت هېڅ هم نشي کولی، ځکه وزارت پورې اړوند قانون اوسمهال عملي بڼه نه لري."

ښاغلی انصاري له عدلیې وزارته غواړي چې ژر تر ژره دې د تابعیت او پناه ورکونې د قانون طرحه د تأیید لپاره ملي شورا ته ولېږي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، د تابعیت او پناه ورکونې د قانون طرحه بشپړه شوې او د تصویب لپاره به یې ډېر ژر ګام واخیستل شي.

ده وویل: "د پناه ورکونې قانون زموږ د سږ کال د پلان د تقنین برخه وه او په دغه قانون کار شوی او د قوانیو د کمېټې له خوا تأیید شوی، کابینې ته هم لېږل شوی او د طی مراحل په حال کې دی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې يوه ایراني پناه غوښتونکي په افغانستان کې د ده غوښتنو ته د نه رسېدنې له امله د نه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړی.

همایون زارعان د ده غوښتنو ته د رسېدنې غوښتنه کړې او وایي: "هغه ستونزې چې زه یې لرم، هغه د سرپناه نشتوالی، د اسنادو او مدارکو د ترلاسه کولو لپاره د اعتبار نشتوالی او د ځاني او کاري امنیت لپاره د تضمین نشتوالی دی چې په دې برخه کې سازمان هېڅ مرسته نه کوي، نن زما د اعتصاب څلورمه ورځ ده."

په افغانستان د ملګرو ملتونو د عالي کمیساریو د دفتر ویاند نادر فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې د دې ادارې د پلان سره سم د ښاغلي زارعان په ګډون په افغانستان کې د ټولو پناه غوښتونکو ستونزو ته رسېدنه کېږي.

دی وایي: "د پناه غوښتونکو عالي کمیساریانو په افغانستان کې د دغه هېواد په استازیتوب له دغې ډلې خلکو سره همکارۍ لرلي دي او هغو پناه غوښتونکو چې په افغانستان کې د پناه اخیستنې لپاره غوښتنې ورکړي، ورسره مرسته کوو، زموږ په مرستو کې نغدې پیسې، سرپناه او روزنه شامل دي."

د افغانستان د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۸۲۱ بهرني پناه غوښتونکي مېشت دي، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ وايي چې په دغه هېواد کې له ۴۲۰ تنو زیات پاکستاني، ایراني او تاجکستاني پناه غوښتونکي حضور لري.

دغه کسان تر ډېره د سیاسي چلندونو او امنیتي او مذهبي مسایلو له امله د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دوی ډېری یې په درېیمګړي هېواد کې د پناه غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG