د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ترکیه او روسیه د توغندیو اس-۴۰۰ دفاعي سیسټم پر بلې سودا خبرې کوي


د امریکا له خبرداري سره سره، ترکیې د لومړي ځل لپاره د روان کال په جولای میاشت کې له روسیې د توغندیو (اس-۴۰۰) دفاعي سیسټم ترلاسه کړ.
د امریکا له خبرداري سره سره، ترکیې د لومړي ځل لپاره د روان کال په جولای میاشت کې له روسیې د توغندیو (اس-۴۰۰) دفاعي سیسټم ترلاسه کړ.

سره له دې واشنګټن په مکرر ډول ترکیې ته خبرداری ورکړی چې له روسیې دې د توغندیو (اس-۴۰۰) دفاعي سیسټم نه اخلي، خو د روسیې د وسلو صادرولو دولتي شرکت روسو ابرونو اکسپورټ ویلي، د ترکیې له حکومتي چارواکو سره د دغو میزایلو پر بلې سودا خبرې کوي.

ددغه شرکت رئیس الکساندرمیخایوف د روسیې خبري اژانس انټرفاکس ته ویلي، له ترکیې سره د داسې نورو راکټي سیسټمونو پر مالي اړخ او د لېږد پر مهالوېش بحثونه روان دي.

ترکیه د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو غړی هېواد دی.

ترکیې د لومړي ځل لپاره د روان کال په جولای میاشت کې له روسیې د توغندیو (اس-۴۰۰) دفاعي سیسټم ترلاسه کړ.

له دې امله د ناټو بل غړي هېواد امریکا پرېکړه وکړه چې ترکیه د امریکايي اف۳۵ جنګي الوتکو له پېرودونکو وباسي.

د امریکا متحده ایالتونه او ددغه هېواد اروپايي شریکان په دې باور دي چې د روسیې ساخت د راکټ دغه دفاعي سیسټم (اس-۴۰۰) له هغو سیسټمونو سره اړخ نه لګوي چې د ناټو غړي هېوادونه یې کاروي.

هغوی اندېښنه لري چې حتي له دې سیسټم څخه د امریکا اف۳۵ جنګي الوتکو پرضد کار اخیستل کېدای شي.

د توغندیو (اس-۴۰۰) دفاعي سیسټم د امریکا اف۳۵ الوتکو ته یو بالقوه ګواښ بلل کېږي.

امریکا وايي، روسیه کولای شي چې د میزایلو (اس-۴۰۰) دفاعي سیسټم په څنډه کې د امریکايي الوتکو په اړه ډېر حساس تخنیکي معلومات ترلاسه کړي.

خو انقرې ویلي چې په نږدې راتلونکې کې به د خپل پوځ لپاره له روسیې ۱۰۰ پوځي الوتکې واخلي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اکټوبر په ۲۲مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

دواړو مشرانو په ګډه خبري ناسته کې وویل چې انقره او مسکو به خپلو پوځي همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې د توغندیو اس-۴۰۰ دفاعي سیسټم پر جزئیاتو کار روان دی او د اړتیا وړ مواد یې ترکیې ته استول کېږي.

د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر د روانې اکټوبر میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې د روسیې له شمال ختیځې سیمې به امریکايي سرتېري وباسي.

دې ته په پام سره، د روسیې او ترکیې د ولسمشرانو ترمنځ د پوځي همکاریو په اړه وروستۍ خبرې داسې انګېرل کېږي چې په سوریه کې به د درېیمګړي په توګه د مسکو رول لا پیاوړی کړي.

XS
SM
MD
LG