د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۱

ویسا: ایا یوازې خواخوږي ناورین ته د پای ټکی کېښودلی شي؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو خپلې لیکنې تر ډېره د جمهوري ریاست انتخاباتو د لومړنیو پایلو ځنډېدو او تر خوا یې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه اندېښنو ته ځانګړې کړي او په دې موضوعاتو یې تبصرې لیکلې دي.

  • ماندګار

ماندګار نادولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې لیکلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون که څه هم د جمهوري ریاست د انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډېدو له کبله بښنه وغوښته، خو دا یې ډاګیزه نه‌کړه چې بالاخره ابتدائیه پایلې کله اعلانوي.

ورځپاڼه لیکي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دوو مخکښو ټیمونو د بري اعلان د یو شمېر نورو نوماندانو اندېښنه راپورته کړې چې هڅه کوي د ټاکنو د پایلو په اعلان کې ځنډ راولي، درغلۍ ته زمینه برابره کړي او بالاخره د رڼو پایلو پر ځای له درغلۍ ډکه نتیجه اعلان شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې د انتخاباتو د رڼو پایلو په اعلان ټینګار کړی او لیکي، په دې وروستیو کې اندېښنې څرګندې شوي چې د یو شمېر نوماندانو ناظرین د کار پر مهال د کمېسیون د کارکوونکو لپاره مزاحمت جوړوي او ان ډېر ځله‌یې په کارونو کې لاسوهنه کوي.

سرمقاله لیکونکی زیاتوي، دا کار د دې سبب شوی چې د کمېسیون کارونه وروسته پاتې شي.

د ورځپاڼې له قوله، د رڼو پایلو د اعلان لپاره مهمه ده چې هر لوری خپله بې‌طرفي وساتي او پر ځای د دې چې د کارونو د ځنډ او خنډ سبب شي، باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون سره مرسته وکړي چې هر څه ژر د خلکو ارادې ته په احترام پایلې اعلان کړي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې "د ملکیانو د وژنې روښانه هدف" تر سرلیک لاندې لیکلي، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې پر لمونځ کوونکو برید د افغانستان د خلکو د قربانۍ روښانه بېلګه ده.

ورځپاڼه لیکي، ترهګرې ډلې له افغانانو قرباني اخلي او روښانه هدف هم یوازې د خلکو وژل دي.

د سرمقاله لیکونکي له قوله، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې طالبانو ته د ځانمرګو بریدونو لومړنۍ روزنه القاعده ډلې ورکړه او طالبانو دا کار عملي کړ، نو له همدې کبله طالبان هېڅ د دې ډول پېښو له مسؤلیت منلو څخه ځان نه‌شي ژغورلی.

ورځپاڼه زیاتوي، هغه ډلې چې ځانمرګي بریدونه کوي، ښکاره ده چې دا عمل ورته روا ښکاري.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې هم ملکي مرګ ژوبله ملي غمیزه یاده کړې او لیکي، د ملکیانو مرګ ژوبله له چارواکو تر سیاستوالو او مدني فعالانو ټول غندي او ان په نړیوال سټېج کې هم دا ډول پېښې له سخت غبرګون سره مخ کېږي، خو ایا یوازې خواخوږي دې ستر ناورین ته د پای ټکی کېښودلی شي؟

ورځپاڼه لیکي، حکومت تر ټولو ستر مسؤلیت لري چې د خلکو د سر او مال ساتنه وکړي، ځکه د حکومت مشروعیت په همدې ټکي کې نغښتی دی.

XS
SM
MD
LG