د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

نیویارک ټایمز: د روان کال په پیل کې پر جودرې کلي داعش ډلې اوبه بندې کړې وې


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې د تېرې جمعې د ورځې د حملې او ولسي وګړو ته‌یې پر مرګ ژوبلې یوه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼه د هسکې مېنې د ولسوالۍ د جودرې کلي په اړه لیکي، دغه کلی چې څو سوه اوسېدونکي لري، د روان کال په پیل کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرې اوبه بندې کړې وې.

نیویارک ټایمز د مطلب په دوام لیکي، له ټولو ستونزو او کړاوونو سره سره ژوند په دې کلي کې تر تېرې جمعې پورې له کومې پېښې پرته مخ ته تلو، خو ناڅاپه دغې حملې هر څه ګډوډ کړل، په دې حمله کې د وژل شویو له ۷۰ زیاتو کسانو قبرونو په دې کلي کې یوه لویه هدیره جوړه کړه.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، د جودرې د کلي شااوخوا ۷۰ کورنیو خپل یو یا څو غړي له لاسه ورکړي دي.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، محمد عارف چې د دې کلي یوازنی ډاکتر و، له خپلو دوو زامنو او دوو وروڼو سره په دې پېښه کې ووژل شو.

د دې کلي یوازني دوه ښوونکي هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دي.

نیویارک ټایمز ليکي، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ کې ولسي خلکو ته اوښتې مرګ ژوبله په افغانستان کې د ملکي تلفاتو وروستۍ بېلګه ده، په تېرو دا ډول حملو کې هم ځانوژونکو جوماتونه، لوبغالي، تعلیمي مرکزونه او ان د خلکو اعتراضیه غونډې په نښه کړې دي.

د هسکې مېنې د پېښې په وړاندې غبرګون کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا ډول وژنې په هېڅ ډول د توجیه وړ نه‌دي او عاملان‌یې باید عدالت ته راکاږل شي او سزا ورکړل شي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو د دې کال لومړنۍ نهه میاشتې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو له پلوه تر ټولو خونړۍ موده بللې وه.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه مأموریت یوناما په خپاره کړي راپور کې ویلي چې په دې موده کې له ۲۵۰۰ زیات ملکي وګړي په افغانستان کې وژل شوي او نږدې ۵۷۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ډېلي ميل

بریتانوۍ ډېلي میل ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنۍ نتیجې ځنډېدو ته په یوه مطلب کې کتنه کړې ده.

له مهالوېش سره سم باید دغه نتیجه د تلې د میاشتې په ۲۷مه د تېرې شنبې په ورځ اعلان شوې وی، خو د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د دغې نتیجې اعلان نامعلوم وخت ته ځنډېدلی دی.

د ډېلي میل په لیکنه، د نهو ميلیونه مستحقو رأی ورکوونکو له ډلې یوازې یوه درېیمه برخه رأی ورکوونکو د تلې د شپږمې نېټې په انتخاباتو کې خپلې رأیې استعمال کړې.

ډېلي میل وړاندې لیکي، د انتخاباتو په تړاو د درغلۍ اندېښنې او د طالبانو د حملو په اړه وېره سبب شوه چې افغانستان د لومړي ځل لپاره داسې انتخابات تجربه کړي چې په‌کې د خلکو ګډون ډېر کم و.

خو د ورځپاڼې په وینا، د خلکو له دغه کم ګډون سره سره داسې ښکاري چې سږني انتخابات د درغلۍ له اړخه تر ټولو خوندي ځکه وو چې له بایومټریک دستګاه‌وو څخه په استفادې د څو ځلې رأیو مخه ونیول شوه.

خو د ډېلي میل لیکوال دا استدلال هم کوي چې د بایومټریک دستګاه‌وو د رأیو شمېرلو شفافیت دغه بهیر پېچلی او سست کړی دی.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د لومړنۍ نتیجې له ځنډ سره سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه کوي چې وروستۍ نتیجه به‌یې په ټاکلي وخت چې د عقرب ۱۶مه ده، اعلان کړي.

که هېڅ یو کاندید ونه‌شي کولای چې په سلو کې ۵۰ جمع یو رأیې وګټي، د ولسمشرۍ انتخابات به دوهم پړاو ته غځېږي چې د ترسره شویو انتخاباتو د وروستۍ نتیجې له اعلان وروسته باید هغه په دوو اوونیو کې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG