د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

سرخط: افغانان د پردۍ جګړې په اور کې سوځي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د افغانستان د روانې جګړې په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د وروستۍ خونړۍ حملې په تړاو لیکنې او تبصرې چاپ کړي دي.

سرخط:

د سرخط ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، افغانان د پردۍ جګړې په اور کې سوځي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، له تېرو اتلسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د روانې جګړې ډېری برخه قربانیان افغانان، په تېره ملکي وګړي دي.

د سرمقالي لیکوال لیکي، یو شمېر وسله والو له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د پردیو د اجنډا له مخې په افغانستان کې داسې اور بل کړی چې لمبې یې هره ورځ د افغانانو وجود سوځوي او له فزیکي او رواني اړخه یې په ایره بدلوي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، پر جوماتونو او نورو مذهبي ځایونو تېرو بریدونو او چاودنو ته په کتو ښایې د هسکې مېنې برید هم داعشیانو کړی وي، خو ولسمشر غني د یاد برید د غندلو ترڅنګ، طالبان ګرم بللي چې نه یوازې د خپلو هېوادوالو پر وړاندې جنګېږي، بلکې په هېواد کې یې نورو ترهګریزو فعالیتونو ته هم لار هواره کړې ده.

د سرمقالې لیکوال لیکي، واقعیت دا دی چې دغه وسله والې ډلې په هېڅ ډول د وطن او خلکو د ملي ارزښتونو او ګټو لپاره نه جنګېږي، بلکې یوازې او یوازې د پردیو استخباراتو مزدوران دي او د هغوی د اهدافو او ګټو لپاره هم ځان وژني او هم نور افغانان له منځه وړي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې بهرني ځواکونه او افغان حکومت باید د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره لاس په کار شی او اجازه ور نه کړي چې دا بدمرغه جګړه نوره هم اوږده شي او افغانان په کې د سون د توکو په څېر وسوځي.

هېواد:

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، پر لمونځ کوونکو ترهګریز بریدونه به ترکومه روان وي!؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ننګرهار د هسکې مېنې پر سلګونو لمونځ کوونکو ترهګریز برید نه بخښونکی جنایت دی چې په هېڅ ډول د توجه وړ نه دی.

سرمقاله لیکوونکي دغې خونړۍ حملې ته په اشارې لیکلي، په ننګرهار کې داعش او د طالب په شمول نورې ترهګریزې ډلې ټولې له پاکستانه را اوړي او پاکستان یې ملاتړ کوي.

د سرمقالې د لیکول په باور، پاکستان دغه ‌‌ډلې د خپلو اهدافو د دوام او د خپلې بقا لپاره روزلي دي او د دا ډول بریدونو لپاره امر او پلانونه ورکوی.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د دغو ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره باید نړېواله ټولنه او د امریکا په ګډون ناټو او د افغانستان ملګري هېوادونه په تېره بیا اسلامي نړۍ، د دغه ظالم دښمن په وړاندې نور بې توپیره پاتي نه شي او د دوی د دغو ناروا کړنو مخه ونیسي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي، له تېر یو کال راهیسې وخت په وخت داسې سترې غمیزې پېښې شوي چې یوه سیمه هم پاتې نه ده او د ننګرهار وروستۍ پېښې بیا ټول افغانان په ویر کېنول چې دا حالت هېڅ افغان ته د زغملو نه دی.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د ولس لویه بدمرغي داده چې جګړه پرې تحمیله شوې ده، هغه جګړه چې له اصلي طراحانو سره یې ارګ ځانونه شریک بولي، ولس له دواړو لورو تر وحشت لاندې دی، خو د ارګ دنیا د همدې کلا د دېوالونو تر شااوخوا پورې ده.

د سرمقالې لیکوال په پای کې لیکلي، د ولس ژوند تصور او د افغانانو هېواد هغه دی چې نن یې د ټلویزیون په پرده د هسکې مېنې د غمیزې په بڼه ګورو، خو د اشرف غني افغانستان هغه ځوان دی چې په یوه اعلان کې راښکاره کېږي.

XS
SM
MD
LG