د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

سږکال د ۲۷ ولایتونو په سړو سیمو کې شااوخوا ۸۴۲ زره زده کوونکي جذب شوي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په روان کال کې یوازې په سړو سیمو کې ۹ فیصده زده کوونکي ښوونځیو ته جذب شوي.

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، سږکال په ۲۷ ولایتونو کې په سړو سیمو کې شااوخوا ۸۴۲ زره زده کوونکي چې ۴۳ فیصده یې نجونې جوړوي، ښوونځیو ته جذب شوي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د تېرکال په پرته د زده کوونکو د جذب شمېر سږکال ۷۰ زره پورته دی.

دې وویل: "له ۸ سوه زره زیاد زده کوونکي سږکال موږ ښوونځیو ته جذب کړي، د ګرمو سیمو د زده کوونکو جذب د سنبلې په ۱۵مه پیل شو، اوس دوه میاشتې فرصت لرو، موږ هیله لرو چې د دې فرصت پای ته رسېدو سره زموږ د جذب یو میلیون ته پورته شي."

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت

اوس مهال د نویو زده کوونکو د جذب لړۍ په کندهار، هلمند، فراه، لغمان، کونړ، نیمروز او ننګرهار کې روانه ده.

د پوهنې وزارت د زده کوونکو د جذب زیاتوالی د دې وزارت عامه پوهاوی او د ۷۵۰۰ ښځينه ښوونکو جذب یادوي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د پوهنې وزارت د دې زده کوونکو تعلیم او اړتیاوو ته رسېدنه کولی شي؟

د دې وزارت پخواني معین صدیق پتمن په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "یوازې په ۱۳۸۱ کې ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ زده کوونکو پورې ښوونځيو ته جذب شول، دا د طالبانو څو کلنه ذخیره وه چې ښوونځيو ته لاړ نه شول او عمرونه یې هم ۶ څخه تر ۹ پورې وو، په لومړي ټولګي کې جذب شول، له هغې وروسته په دې اندازه زده کوونکي نه وو جذب شوي او هغه شمېر چې وزارت ورکوي، سم او دقیق شمېر نه دی."

د پوهنې وزارت په داسې حال کې د زده کوونکو د زیاتوالي خبره کوي چې د راپورنو په اساس، ۵۰ فیصده ښوونځي په ټول افغانستان کې د پلازمېنې په شمول اوس هم ودانۍ نه لري.

XS
SM
MD
LG