د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو او د امریکا او طالبانو پر مذاکراتو تبصرې کړي


غربي ورځپاڼو د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پيلېدو پر احتمال تبصرې کړې دي.
غربي ورځپاڼو د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پيلېدو پر احتمال تبصرې کړې دي.

غربي ورځپاڼو د افغانستان پر ولسمشریزو ټاکنو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو بیا پيلېدو پر احتمال تبصرې کړې دي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو باندې تمرکز کړی او لیکلي یې دي چې افغانان د عادلانه ټاکنو غوښتونکي و او اوس ښايي یو څه وخت منتظر پاتې شي.

د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان خلکو دوه اوونۍ مخکې خپله مېړانه وښوده او د طالبانو د بریدونو او ګواښونو سره سره یې د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورکړه.

د مقالې په دوام کې راغلي، که څه هم دوو مخکښو کاندیدانو د بریا اعلان کړی خو د ورځپاڼې په لیکنه د ټاکنو خپلواک کمیسیون ښايي ابتدایي نتایج په وخت اعلان نه شي کړای.

تمه ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ نتیجه شنبه د میزان په اوه ویشتمه اعلان شي.

نیویارک ټایمز لیکلي اصلي پوښتنه دا ده چې ایا انتخابات به د منلو وړ وي او یا دا چې په هېواد کې به سیاسي کړکیچ رامنځته شي، هغه څه چې د رایو د شمېرنې په تخنیکي پروسې پورې مربوطیږي.

د لیکوال په باور په افغانستان کې یو بل سیاسي کړکیچ به د امریکا هڅې چې خپله اوږده جګړه پای ته رسول غواړي لا پېچلې کړي.

وال سټریټ ژورنال:

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي چې امریکا متحده ایالتونه له طالبانو سره د سولې د خبرو د بیا پيل لپاره ګام اخلي.

ورځپاڼې له هغو سرچینو سره خبرې کړې چې په موضوع خبر دي او لیکلي یې دي چې امریکايي چارواکو او طالب استازو د مذاکراتو د بیا پيل لپاره خبرې پیل کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره میاشت له طالبانو سره د خپلو استازیو خبرې لغوه کړې.

د مقالې په دوام کې راغلي چې د سپټمبر په پای کې له بهرنیو ډیپلوماتانو او د اکتوبر په لومړیو کې په پاکستان کې د طالبانو له استازیو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د خاص استازي زلمي خلیلزاد لیدنې ښايي د دواړو خواو د باور جوړولو لپاره ترسره شوې وي.

د باخبره سرچینو په حواله ښايي د امریکا او طالبانو استازي د بندیانو په تبادلې او په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمښت غږیدلي وي.

وال سټریټ ژورنال لیکلي چې د تېر کال په وړوکي اختر کې دری ورځنی اوربند ښايي د تاوتریخوالي د کمښت یوه ښه بېلګه و اوسي.

په دوام کې راغلي، له هغه کوچني اختر وروسته طالبانو د اوربند لپاره د افغانستان د حکومت ټولې غوښتنې رد کړې.

د مقالې لیکوال د طالبانو او امریکایانو له بحثونو د باخبره سرچینو په حواله لیکلي چې د بندیانو تبادله یوه مهمه مسله ده او ښايي د حقاني شبکې د مهم غړي او طالبانو د نږدې کس انس حقاني خوشې کول مطرح وي.

په بدل کې یې د مقالې له مخې ښايي طالبان دوه امریکایي او اسټرالیايي پروفیسوران خوشې کړي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان په ۲۰۱۶ کال کې تښتول شوي دي.

د افغانستان ملي امنیت ادارې په ۲۰۱۴ کال کې انس حقاني ونیوه چې وروسته پرې د اعدام حکم هم صادر شوی.

خو د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې په لیکنه انس حقاني لا هم په یوه ډېر خوندي زندان کې ساتل کیږي.

په دوام کې راغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه نه دي ویلي چې خلیلزاد او طالبانو په پاکستان کې سره کتلي خو دا یې ویلي چې د خلیلزاد سفر د سولې د پروسې د بیا پيل په معنی نه ده.

XS
SM
MD
LG