د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

له اروپا را ویستل شوي کډوال: د افغان کډوالو د پوښتنې څوک نه‌ شته


یو شمېر افغان کډوال چې په دې وروستیو کې په زور له اروپايي هېوادونو را ویستل شوي، وايي چې د افغان کډوالو د پوښتنې څوک نه‌ شته.

له دې ډلې یو هم حکیم د پنجشېر ولایت اوسېدونکی دی، هغه تازه له ترکیې په زور افغانستان ته را استول شوی او اوس کابل ښار کې د موټرو د مینځلو کاروبار کوي.

دی وايي، نږدې نهه میاشتې وړاندې یې په ډېرو هیلو د ایران له لارې اروپا ته روان شو، خو په خبره یې چې دا هیله یې هیله پاتې شوه.

حکیم ازادي راډیو ته د خپل سفر کیسه کوي او وايي چې له یوې میاشتې په زیاته موده کې یې له چاقاقي لارو ځان ترکیې ته ورساوه، وهل ډبول، ولږه، تنده او ټولې ناخوالې یې وزغملې، څو یو ارام ژوند پیل کړي.

نوموړی زیاتوي، په ترکیه کې شپږ میاشتې له پولیسو پټ په کار پسې وګرځېد، خو کله چې یې کار پیدا کړ او نږدې میاشت یې په کې تېره کړه، پولیسو ونیو، هر څه یې ترې واخیستل او په زور یې بېرته افغانستان ته راستون کړ.

دی زیاتوي: نوی یې له ژبې سره بلد شوی وم او کار مې پیدا کړی و چې پولیسو ونیولم، پیسې او نور ټول وسایل مې هلته پاتې شول او په زور یې افغانستان ته را واستولم.

د حکیم له قوله، په ترکیه کې ډېری افغان کډوال له افغان حکومت ګیله لري او وايي، حکومت نه دی توانېدلی چې د خپلو کډوالو پوښتنه وکړي.

دی زیاتوي، سره له دې چې د افغانستان حکومت له دې ټولو هېوادونو سره د کډوالۍ اړوند هوکړې لري، خو بیا هم د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې پر افغان کډوالو ظلم کېږي او له ډېر بد وضعیت سره مخ دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم مني چې پر ګاونډیو هېوادونو سربېره، په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې هم له افغان کډوالو سره ښه چلند نه کېږي، خو زیاتوي چې دوی د همدې ستونزو د حل لپاره له اروپايي ټولنې او له یو شمېر نورو په ځانګړي ډول ګاونديو هېوادونو سره هم هوکړې لاسلیک کړي دي.

د دې وزارت یو ویاند رضا باهر ازادي راډیو ته وویل، د دې هوکړو له مخې باید نه یوازې دا چې له افغان کډوالو سره ښه چلند وشي، بلکې په زور د هغوی د راویستو شرایط هم په کې واضع شوي دي.

ده وویل: له اروپايي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو هم زموږ غوښتنه همدا ده چې د افغان کډوالو راستنول باید زموږ د کورنیو ظرفیتونو له مخې وي، خوندي وي او باعزته وي، موږ په تېرو پنځو کلونو کې پر دې موضوع په ځلونو ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "IOM" وویل، د روان ۲۰۱۹ مېلادي کال له پیل څخه بیا تر اوسه یوازې له ترکیې ۱۵زره ۲۷۰ افغان کډوال په زور را ویستل شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان دغه شان ویلي، د روان ۲۰۱۹ کال له جنورۍ میاشتې تر دا اوسه له ایران او پاکستانه هم ۳۷۲ زره او ۲۳۵ افغان کډوال جبري را ایستل شوي دي.

راپور: امید زهیرمل

XS
SM
MD
LG