د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

ډېری نوماندانو د انتخاباتي مصارفو راپور د انتخاباتو کمېسیون ته نه دی وړاندې کړی


د جمهوري ریاست د ۱۷ کاندیدانو له ډلې یوازې ۶ تنو د خپلو انتخاباتي منډو ترړو د مالي لګښت دوهم راپور کمېسیون ته وړاندې کړی دی.

که څه هم د جمهوري ریاست له انتخاباتو ۱۱ ورځې اوړي، خو تر اوسه۱۱ کاندیدانو د خپلو کمپاینونو مالي راپور د انتخاباتو کمېسیون ته نه دی وړاندې کړی.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم ټول کاندیدان د انتخاباتي کمپاینونو د دوهمې میاشتې راپور د سکوت له دورې وړاندې باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته سپارلی وای، خو تر اوسه شپږو تنو دغه راپور وړاندې کړی.

د دغه کمېسیون ویانده شیما رضايي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دغې ډلې د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټیم، د عبدالله عبدالله په مشرۍ ثبات او همپالنې ټیم او د عنایت الله حفیظ په مشرۍ د ملت د خادمین ټیم راپورنو کې ستونزې وې.

دې وویل: د دغو شپږو کسانو چې راپور یې ورکړی، د درېیو راپور بشپړ او د درېیو نورو نواقص درلودل، دوی ته مو سپارښتنه کړې چې نواقص یې حل کړي.

د انتخاباتو کمېسیون د معلوماتو له مخې، نورالحق علومي، محمد حکیم تورسن او غلام فاروق نجرابي هغه کاندیدان دي چې کمېسیون ته یې خپل بشپړ مالي راپور ورکړی.

خو احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل، زلمي رسول، سید نورالله جلیلي، شیدا محمد ابدالي، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، عبداللطیف پدرم، نور رحمان لېوال، محمد ابراهیم الکوزي او محمد شهاب حکیمي هغه کاندیدان دي چې مالي راپور یې کمېسیون ته نه دی سپارلی.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مرستیال ویانده زرمینه کاکړ ازادي راډیو ته وایي، هغه کاندیدان چې خپل مالي راپور یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته نه وي سپارلی او له دې وړاندې یې اخطاریه ترلاسه کړې وي، له دې وروسته به ورسره قانوني چلند وشي.

دې ووېل: له دې وړاندې توصیه او اخطار لیکونه ورته صادر شوي، یوازې یوه یا دوه ورځې وخت ورکول کېږي، که چېرې بیا هم ونه توانېږي چې خپل مالي راپور کمېسیون ته ارائیه کړي، له قانون سره سم چلند به ورسره وشي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په وینا، د جمهوري ریاست کاندیدان کولی شي چې په خپلو انتخاباتي منډو ترړو کې تر ۴۴۲ میلیونو افغانۍ مصرف کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې کاندیدان له ټاکلي وخت سره سم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته خپل مالي راپور نه ورکوي، بلکې له دې وړاندې هم یو شمېر کاندیدانو په لومړۍ میاشت کې خپل مالي راپور کمېسیون ته نه و سپارلی.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د میزان په شپږمه ترسره شول او ټاکل شوې چې لومړنۍ پایلې یې د میزان په ۲۷مه او وروستۍ پایله یې د عقرب په ۱۶مه اعلان شي.

XS
SM
MD
LG