د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

نشنل انټرست: افغانستان باید ګاونډیانو ته وښيي چې امن او ثبات یې د هغوی ګټې تضمینوي


نشنل انټرسټ لیکي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي خپله انتخاباتي وعده عملي کړي چې ویل یې وو امریکايي پوځیان به له افغانستانه بېرته خپل هېواد ته ستنوي.
نشنل انټرسټ لیکي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي خپله انتخاباتي وعده عملي کړي چې ویل یې وو امریکايي پوځیان به له افغانستانه بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

نشنل انټرسټ:

نشنل انټرسټ خپرونې د امریکا متحده ایالتونو د تر ټولو اوږدې جګړې په اړه مقاله خپره کړې ده.

د دوشنبې په ورځ (اکتوبر ۷مه) د طالبانو پر رژیم د امریکا متحده ایالتونو په مشرۍ د نړیوال ایتلاف د بریدونو اتلس کاله پوره شول.

دا بریدونه د دوامداره ازادۍ عملیات نومول شوي و چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په اوومه پيل شول چې د نشنل انټرسټ په لیکنه بالاخره د طالبانو رژیم یې ور ړنګ کړ.

امریکا وروسته له د طالبانو پر رژيم او القاعده اورپکو بریدونه وکړل چې طالبانو دوی ته د القاعده د مشرانو له سپارلو ډډه وکړه.

نشنل انټرسټ لیکي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ غواړي خپله انتخاباتي وعده عملي کړي چې ویل یې وو امریکايي پوځیان به له افغانستانه بېرته خپل هېواد ته ستنوي.

د خپرونې په لیکنه امریکا باید د افغانستان پالیسي په دریو برخو متمرکزه کړي.

لومړی باید د افغانستان حکومت وهڅوي چې له خپلو ګاونډیانو سره داسې چلند وکړي چې هغوی پوه شي د افغانستان امن او ثبات یې دایمي ګټې تضمینوي.

نشنل انټرسټ لیکي، دویم کار چې امریکا یې کولی شي دا دی چې پر خپلو متحدینو سعودي عربستان او پاکستان باندې د شته نفوذ له لارې د طالبانو بهرنۍ سرچینې وچې کړي.

دریمه لاره چې نشنل انټرسټ امریکا ته ښودلې په سیمه کې یې د پوځي حضور ګټه اخیستنه ده چې دا حضور یې بې له شکه له کابل سره هم مرسته کولای شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي، له زندانه د مخدره موادو د قاچاقبر طالب مشر خوشې کېدلو یو لړ پوښتنې پيدا کړي دي.

دوو لوړپوړو طالب چارواکو د نوم د نه ښودلو په شرط یکشنبه ازادي راډیو ته ویلي و چې له بګرام زندانه د دریو طالب مشرانو په ګډون د دوی یوولس ملګري طالبان خوشې شوي دي.

دوی ادعا کړې چې طالبانو د دې کار په بدل کې دری هندي انجینیران چې له دوی سره په بند کې و خوشې کړي دي.

افغان، امریکايي او هندي چارواکو د دې مسلې په اړه هېڅ تبصره نه ده کړې.

نیویارک ټایمز لیکلي، له بګرام زندانه د خوشې شویو طالب مشرانو په ډله کې یو مخکښ طالب مشر چې پنځه کاله مخکې له یو ټن تاریاکو سره نیول شوی و، هم شامل دی.

دا طالب مشر عبدالرشید بلوچ ښودل شوی چې د نیویارک ټایمز په لیکنه د امریکا د خزانې وزارت د نړیوالو تروریستانو په لیسټ کې شامل کړی و.

نیویارک ټایمز لیکي، د بلوچ خوشې کېدل پرته له دې چې جزییات یې روښانه شي په دې معنی ده چې د مخدره موادو یو لوی قاچاقچي ازاد ګرځي.

بلوچ د نیمروز نومول شوی والي و او په ۲۰۱۴ کال کې په نیمروز کې چې له ایران سره ګډه پوله لري د دولتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې نیول شوی و.

عبدالرشید بلوچ لومړی ځان محمد اسحق معرفي کړی و او ویلي یې وو چې د غالیو کاروبار کوي خو د نیویارک ټایمز په لیکنه په کابل کې تحقیقاتو معلومه کړه چې عبدالرشید بلوچ دی.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش یا سیګار ادارې د معلوماتو له مخې، امریکا په افغانستان کې د مخدره موادو د له منځه وړلو لپاره اته میلیارده ډالره لګولي دي.

له دومره لګښت سره سره تېر ۲۰۱۸ کال په افغانستان کې له دوه نیم لکو تر نږدې درې لکه هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي و.

XS
SM
MD
LG