د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

بزګران: سږکال د فراه په نا امنو ولسوالیو کې ډېر کوکنار کرل شوي


د فراه ولایت محلي چارواکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت لږ شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، دوی سږکال د طالبانو نږدې د دوو میلیونو ډالرو په ارزښت نشه يي مواد له منځه وړي دي.

د فراه ولایت درې بزګران عبدالستار، سید احمد او نظر محمد وايي چې سږ کال د خاک سفید، پشت رود، بالابلوک او بکوا ولسوالیو کې ښه ډېر کوکنار کرل شوي او تاریاک یې ټول شوي دي.

دوی وایي:

"سږ کال تاریاک ډېر وو، په نورو ولسوالیو نه یم خبر، خو په بالا بلوک ولسوالۍ کې ډېر کوکنار کرل شوي دي."

"پروسږکال په بالابلوک ولسوالۍ کې د وړم کال په پرتله لږ کوکنار کرل شوي وو، د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې سیمو کې ډېر کوکنار کرل کېږي، په تېرو درې څلورو کالو کې مې د کوکنارو د اړولو کمپاین نه دی لیدلی، اوس چې په بالابلوک ولسوالۍ کې وچکالي ده، هلته یوازې کوکنار کرل کېږي، ځکه چې ګټه یې ډېره ده."

"د تاریاکو کښت ډېر شوی، بيخي ډېر شوی، دلته له بزګرو سره مرستې نه کېږي چې بدیل کښتونه او غنم وکري، زموږ وطن چې وران دی او موږ له دومره ستونزو سره لاس او ګرېوان یوو، دا ټولې ستونزې د کوکنارو له خاطره راپېښې شوي دي."

فراه ولايت د نشه يي موادو د کښت او توليد تر څنګ، ایران او اروپا ته د نشه يي موادو د قاچاق په لاره بدل شوی دی.

د فراه د ولایتي شورا غړی ګل احمد فقیري په دې ولایت کې نا امنۍ او د دولت له واک څخه د ځینو ولسوالیو وتل د کوکنارو د کښت لاملونه بولي.

دی زیاتوي چې د طالبانو فشار، فقر او د اوبو کموالي بزګران دې ته اړ ايستلي چې بیا کوکنار وکري.

ده وویل: هغه سیمې چې د دولت په واک کې نه دي، هلته بزګر تاریاک کري او د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا یې ملاتړ کېږي، د تېرو څو کلونو په پرتله په (۱۳۹۸) کال کې د کوکنارو کښت او حاصلات کم شوي دي.

د فراه ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست دا مني چې سږ کال په دې ولایت کې د نشه يي موادو د اړولو پروګرام نه دی عملي شوی، خو دا رياست دا ادعا هم کوي چې سږکال د تېرو کلونو په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې شل راکم شوی دی.

راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG