د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

عبدالله عبدالله په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ


ښاغلي عبدالله وویل، ددوی ټیم بریالی دی او دده په خبره د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.
ښاغلي عبدالله وویل، ددوی ټیم بریالی دی او دده په خبره د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.

د افغانستان د ولسمشريزو انتخاباتو یو مخکښ نوماند عبدالله عبدالله وايي، د میزان ۶مې په ټاکنو کې دده په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم لوړې رایې اخیستي او راتلونکی حکومت به دوی جوړوي.

ښاغلي عبدالله نن (میزان ۸مه) په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ددوی ټیم بریالی دی او دده په خبره د ولسمشرۍ ټاکنې دویم پړاو ته نه ځي.

"موږ په تېرو یو دوه ورځو کې د ولایتونو د نتایجو پر ارزونې بوخت وو. دې نتیجې ته ورسېدو چې رایه مو الحمدلله لوړه ده. په راتلونکو ورځو کې د شویو درغلیو مخنیوي او بې اعتباره اعلانېدو سره به، زموږ رایه په مراتبو لوړه شي. په اوسني وضعیت کې، انتخابات دویم پړاو ته نه ځي او د ثبات او همپالنې ټیم راتلونکی حکومت تشکیلوي."

ښاغلي عبدالله په ټینګار سره وویل چې له بیومټریک پرته رایې ورته د منلو نه دي او کمېسیونونه باید پاکې رایې له ناپاکو بېلې کړي.

د ده په خبره، پاکې او سالمې رایې د افغانستان راتلونکی جوړوي.

د ثبات او همپالنې ټیم مشر د میزان د شپږمې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه د ملاحظې وړ وباله.

خو د ښاغلي عبدالله ترڅرګندونو وروسته د ټاکنو د دارلانشاء رئیس حبیب الرحمن ننګ په یوې خبري ناستې کې وویل، هېڅ کاندید حق نه لري چې د رایو تر شمېرل کېدو وړاندې د بریالیتوب اعلان وکړي.

ښاغلي ننګ زیاته کړه چې دا د کمیسیون حق دی چې د نتایجو تر ارزولو او جمع بندۍ وروسته او د انتخاباتو قانون پر اساس ابتدايي نتایج اعلانوي.

په پام کې ده د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي.

په ټول افغانستان کې د رأی اچونې په ۴۹۰۵ مرکزونو کې رایې وکارول شوې. د ټاکنو کمیسیون تردې مهاله د ۳۷۳۶ مرکزونو رایې شمېرلي چې څه باندې دوه میلیونه او ۱۹۶ زره رایې کېږي.
په ټول افغانستان کې د رأی اچونې په ۴۹۰۵ مرکزونو کې رایې وکارول شوې. د ټاکنو کمیسیون تردې مهاله د ۳۷۳۶ مرکزونو رایې شمېرلي چې څه باندې دوه میلیونه او ۱۹۶ زره رایې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټېم لومړي مرستیال امرالله صالح له رسنیو سره په خبرو کې د ټاکنو د ګټلو خبره کړې وه.

ښاغلي صالح ویلي و چې دوی له ۶۰ تر ۷۰ سلنه رایې ګټلي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مستندویه ادارې (یوناما) د شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له ټولو کاندیدانو غوښتي وو چې مسئولانه چلند وکړي. یوناما ویلي و چې د رسمي نتایجو د اعلان حق یوازې د ټاکنو کمیسیون لري.

همداراز په کابل کې د امريکا سفارت یوه ویاند نن رسنیو ته په یوه پیغام کې له کاندیانو غوښتي چې د انتخاباتو د نتایجو دې مخکې له مخکې نه اټکل کوي.

د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۹،۶ میلیونه کسانو نومونه ثبت کړي وو، خو د څارونکو ادارو په وینا په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه و.

خلکو په ټول افغانستان کې د رأی اچونې په ۴۹۰۵ مرکزونو کې خپلې رایې وکارولې. د ټاکنو کمیسیون نن وویل چې تردې مهاله د ۳۷۳۶ مرکزونو رایې شمېرل شوي چې څه باندې دوه میلیونه او ۱۹۶ زره رایې کېږي.

پنځه کال وړاندې د ۲۰۱۴ کال په جنجالي ټاکنو کې شاوخوا ۷ میلیونه رأیې کارول شوې وې.

XS
SM
MD
LG