د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د کابل په زرغونې لېسه کې د رأی ورکونې بهیر پیل
د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنران د کابل په زرغونې لېسه کې د رأی ورکونې بهیر پیل

د ولسمشریزو ټاکنو د رأی‎ اچونې بهیر رسماً پای ته ورسېد

د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل او د مازیګر تر ۵ بجو یې دوام وکړ.

  • د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې پیل

د افغانستان د څلورم ځل ولسمشریزو ټاکنو د رأی اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي چې دغه بهیر به د ماسپښین په درېیو بجو به پای ته ورسېږي.

له ډېرو بدګومانیو، اندېښنو او ننګونو سره سره چې ویل کېدل ښايي ټاکنې شاته ولوېږي او یا هم هېڅ ترسره نه‎شي، د ولسمشرۍ د ټاکنو بهیر مخته لاړ.

ډېر خلک په دغو ټاکنو کې د روښانه راتلونکې او د ډموکراتیک نظام پیاوړي کېدو هیلې ګوري او ځینو نورو ته يې بیا د روان بحران اوږدېدو اندېښنې راولاړې کړې دي.

خو د نن ورځې ولسمشریزې ټاکنې په هر حالت کې شونې شوې. دا چې افغانستان کوم لوري ته بیايي، تر ډېره د ټاکنو په روڼوالي پورې تړلي، هغه څه چې له کورنیو سیاستوالو نیولې، د افغانستان تر نړیوالو متحدینو امریکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو ټولو پرې ټینګار کړی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، دغو انتخاباتو کې د ګډون لپاره نهه میلیونه او ۶۶۵ زره کسانو نوم‎لیکنه کړې چې ۳ میلیونه ۳۳۴ زره‎یې ښځې دي.

د ټاکنو کمیسیون شمیرو له مخې د ولسي جرګې د ۱۳۹۷ کال د میزان انتخاباتو کې شااوخوا څلور میلیونه کسانو ګډون کړی و چې ۳۳ سلنه‎یې ښځې وې.

خو دا چې د ولسمشرۍ نوماندان څومره وتوانېدل د ټاکنیز کمپاین په موده کې خلک قانع کړي چې خپله رأیه وکاروي، دا به تر ټاکنو وروسته څرګنده شي.

امنیتي ګواښونه ښايي په ټاکنو کې د خلکو ګډون اغېزمن کړي.

پر دې سربېره په تېر کې د ټاکنیزو درغلیو په مخنیوي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون پاتې راتلو هم، د ټاکنو څارونکو بنسټونو په خبره، رأی ورکونې ته د ډېرو لېوالتیا کمه کړې او پر دغه بهیر یې د خلکو باور زیانمن کړی.

په ټاکنو کې د درغلیو اندېښنې تر بل هر وخت جدي دي. کاندیدانو خبرداری ورکړی چې که ټاکنې رڼې ترسره نه‌شي، نو پایلې به‎یې ورته د منلو نه‎وي. نړیوالې ټولنې او په تېره بیا ملګري ملتونو او امریکا د ټاکنو پر روڼوالي ټینګار کړی.

د ټاکنو کمېسیون که څه هم ډاډ ورکړی چې د درغلۍ ټولې لارې یې تړلې دي، خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون یو شمېر سیاسي څېرو اندېښنه څرګنده کړې چې ښايي ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان بحران لاپسې ژور کړي.

د درغلیو د مخنیوي په هدف، دا دوهم ځل دی چې د رأی ورکوونکو لېست له وړاندې جوړ شوی او په ټاکنو کې له بایومټریک دستګاوو کار اخیستل کېږي. د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې له دغو تدابیرو سره سره، د درغلیو پراخې ادعاوې وشوې. لاهم د ټاکنو څارونکي بنسټونه ډاډمن نه‎دي چې د ټاکنو کمېسیون به توانېږي دغه بهیر سم مدیریت کړي او د بایومټریک دستګاوې له ستونزې پرته وکاروي.

د پرمختللې ټکنالوژۍ کارولو په دغه هېواد کې د ټاکنو لوړ لګښت لاپسې ډېر کړی دی.

پر راروانو ولسمشریزو ټاکنو ۱۴۹ میلیونه ډالر لګښت راځي چې ۶۰ سلنه‎یې یعنی ۹۰ میلیونه ډالره د افغانستان دولت ورکوي.

دا د سیمې هېوادونو په کچه د هرې رایې د لګښت له پلوه تر ټولو ګران بیه ټاکنې دي چې د چارواکو په وینا پر هرې رأیې ۱۵ ډالره لګښت راځي.

په تېرو ۱۸ کلونو افغانستان کې اته ځلې ټاکنې ترسره شوي، درې ولسمشریزې، درې پارلماني او دوه د ولایتي شورا چې تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت پرې راغلی او تر ډېره له بهرنیو مرستو تمویل شوې دي.

  • د انتخاباتي بهیر پيل

په پام کې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸ کال د وري (حمل) په ۳۱مه ترسره شي، خو وروسته د چنګاښ (سرطان) ۲۹مې او بیا د میزان شپږمې ته وځنډېډې. یو علت‎یې هم د ټاکنو په کمېسیون کې اصلاحات وو. د کمزوري مدیریت او پراخو درغلیو له امله، د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې ټاکنې جنجالي شوې او پایلې یې څو میاشتې وخت ونیوه.

وروسته د ولسمشر اشرف غني د تقنیني فرمان له مخې د ټاکنیزو کمېسیونو کمېشنران له دندو لیرې او پر ځای یې د ۱۳۹۷ کال په کب (حوت) میاشت کې نوي ۱۲ کمېشنران وټاکل شول ترڅو ولسمشریز ټاکنې د دوی په مدیریت ترسره شي.

د ټاکنو د نوي مهالوېش له مخې ټاکنیز کمپاین د اسد په ۶مه پیل شو. د ولسمشرۍ د ۱۸ کاندیدانو له ډلې د محمد حنیف اتمر ټاکنیزه ډله په دغه ټیم کې د داخلي اختلاف له امله وپاشل شوه او ده څو ورځې وړاندې له ټاکنو د شاته کېدو اعلان وکړ، خو درې نور نوماندان شیدا محمد ابدالي، زلمی رسول، ابراهیم الکوزی او نورالحق علومی د محمد اشرف غني په مشرۍ له دولت‎ساز ټیم سره یوځای شول.

د میزان ۶مې په ټاکنو کې به ۱۳ کاندیدان احمد ولي مسعود، رحمت‎الله نبیل، سید نورالله جلیلي، عبدالله عبدالله، عبدالطیف پدرام، عنایت‎الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، محمد اشرف غني، محمد حکیم تورسن، محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي او نور رحمان لېوال سره سیالي وکړي.

په پام کې ده تر ۱۲۰ زرو ډېر کورني او نړیوال څارونکي د شنبې ورځې ټاکنې وڅاري. په دوی کې ۳۰زره څارونکي د ښاغلي عبدالله او ۳۰زره نور د ښاغلي غني دي. ملګري ملتونه، امریکا او بریتانیا به هم پر دغه بهیر څار وکړي.

  • امنیتي اندېښنې

په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې داسې مهال ترسره کېږي چې د دولت او مخالفینو ترمنځ جګړو هم زور اخیستی. طالبانو له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې له برخه اخیستو ډډه وکړي او ګواښ‎یې کړی چې په ټول توان به هڅه وکړي دغه بهیر ګډوډ کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د شنبې ورځې ټاکنو لپاره په ټول افغانستان کې د رأی اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي وو، له دې ډلې به هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي.

د ټاکنو کمېسیون د میزان ۶مې ولسمشریزو ټاکنو لپاره د رأی اچونې ۷۳۰۰ مرکزونه په پام کې نیولي و، خو د امنیتي اندېښنو له امله ۵۳۷۳ مرکزونو ته راښکته شول. اوس له دې ډلې هم ۴۴۵ مرکزونه تړلي پاتې کېږي. د کورنیو چارو وزارت وروسته وویل، یوازې د ۴۹۴۲ مرکزونو امنیت خوندي کولای شي چې د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو په پرتله ۱۸۰۰ مرکزونه کم دي.

۷۲ زره دولتي سرتېري د ټاکنو ورځې د امنیت لپاره ګومارل شوي او په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو هم له امنیتي ادارو سره د همکارۍ ژمنه کړې.

د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر ټاکنیز بهیر دوه لوی بریدونه وشول. د اسد په شپږمه کابل کې د زرغون بهیر په نوم د اشرف غني د ټاکنیز ټیم مرستیال امرالله صالح پر دفتر ځانمرګي موټربم برید ۲۰ کسان ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

همداراز د سنبلې په ۲۶مه پروان کې د اشرف غني ټاکنیز کمپاین په نښه شو. دغه ځانمرګي برید چې طالبانو یې مسئولیت ومانه، ۲۶ کسان ووژل او ۴۲ نور ټپیان کړل.

۱۴:۰۰ ۷.۷.۱۳۹۸

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رأی اچونې له مرکزونو د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر به تر راتلونکو درېیو ورځو پورې بشپړ شي.

د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو او د رأی اچونې په مرکزونو کې د رأیو له شمېرلو سره جوخت له تېر ماښام راهیسې له دغو مرکزونو د کمېسیون ولایتي مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو د لېږد بهیر پیل شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه بهیر د کابل په ګډون په يو شمېر ولایتونو کې بشپړ شوی هم دی.

د دغه کمېسیون په خبره، له ناامنو ولسوالیو ټاکنیز مواد د هوا له لارې د افغان ځواکونو له خوا لېږودل کېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال عصمت الله مل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د ولایتونو مرکزونو ته د دغو موادو د لېږد بهیر به تر راتلونکو درېیو ورځو پورې بشپړ شي.

دی وایي: د کابل ولایت په بشپړ ډول رسېدلی، د يو شمېر نورو ولایتونو هم رسېدلي دي، د ځینو نورو ولایتونو بیا له ۲۰،۳۰ او ۸۰ سلنې پورې را رسېدلي دي، د نتایجو پاڼې (ریزلټ شیټونه) چې د بایومټریک دستګاو څخه سرور ته لېږدل کېږي، د پروسس په حال کې دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې باید تېره ورځ د رای اچونې په ۴۹۴۲ مرکزونو کې ترسره شوې وای، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وروستیو شمېرنو له مخې دغه بهیر په ۴۹۰۵ مرکزونو کې ترسره شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونو ته په خوندي ډول د ټاکنیزو موادو د لېږد خبر ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي په دې اړه رسنیو ته وویل: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنیزو موادو د لېږدولو په حال کې دي، ان شالله چې د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش سره سم د دغو موادو د لېږد لپاره هڅه کېږي، د امنیتي پلان له مخې لکه څرنګه چې لومړی او دوهم پړاو په ښه توګه بشپړ شو، درېیم پړاو چې د ولایتونو مرکزونو ته د موادو لېږد دی، هم به په ښه توګه ترسره شي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

د دفاع وزیر اسدالله خالد هم ویلي دي، له هغو ولسوالیو څخه چې د ځمکې له لارې د ټاکنیزو موادو لېږد ستونزمن دی، د هوا له لارې به د ولایتونو مرکزونو ته ولېږدول شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ څلورمې ټاکنې د شنبې په ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې.

د شنبې د ورځې په دغو ټاکنو کې د تېرو ټاکنو په پرتله د خلکو د ګډون کچه کمرنګه ښودل شوی دی.

له ټولو ستونزو او اندېښنو سره سره، خلک او ټاکنیز ټیمونه د دغو ټاکنو پایلو ته انتظار باسي.

د ټاکنو د قسمي پایلو اعلان هم د ټاکنیزو موادو لېږد پورې تړاو لري چې د رأی ورکونې له مرکزونو څخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي مرکزونو ته لېږدول کېږي.

د ټاکنو د مهالوېش له مخې ټاکل د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې میاشتې په ۲۷مه نېټه او وروستۍ پایلې یې د لړم په ۱۶مه نېته اعلانېږي.

۱۱:۲۳ ۷.۷.۱۳۹۸

په هلمند کي د ټاکنو د شکایاتو کمېسيون وايي، تراوسه دوی ته تر سلو ډېر شکایتونه رسېدلي دي.

د کمېسېون مسؤلینو ازادي راډیو ته ویلي دي چې تر اوسه د ولسوالیو شکایتونه دوی ته نه دي رسېدلي او په خبره یې ورسېدلي اکثره شکایتونه د تخنیکي مسائلو اړوند دي.

په دې اړه نور تفصیل د الیاس داعي په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:07 0:00


۰۹:۱۹ ۷.۷.۱۳۹۸

د ازادي راډیو موندنې ښيي چې د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ په ۲۷ ولایتونو کې نږدې ۸۰۰ ټاکنیز مرکزونه تړلي وو.

داسې مهال چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون سربېره امنیتي او دفاعي ادارو په ۳۴ ولایتونو کې د ۴۹۴۲ ټاکنیزو مرکزونو د فعالیدو خبر ورکړی و، خو تازه کمېسیون ویلي، له دې ډلې هم ۳۹ هغو ته ټاکنیز مواد ونه رسېدل.

خو د ازادي راډیو موندنې ښيي چې په ټول افغانستان کې د ټاکنو په ورځ له ۵۳۷۳ مرکزونو له ډلې شااوخوا ۸۰۰ هغه یې په ۲۷ ولایتونو کې تړلي وو.

د دې موندونو پر بنسټ، د تړل شویو مرکزونو اصلي دلیل نا امني ده.

ازادي راډیو دا موندنې د خپلو خبریالانو پرمټ چې د ټاکنو په ورځ یې د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې دا بهیر څارلی، تر لاسه کړي دي.

اخوا بیا د افغانستان د ازادو او رڼو ټاکنو بنسټ د معلوماتو پر اساس، د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې د ۴۹۴۲ مرکزونو له ډلې یې نږدې ۴۰۰ تړلي وو.

د دې موندونو له مخې، د ټاکنو په ورځ د حکومت مخالفو وسله‌والو د هېواد په شمالي ولایتونو کې مخامخ بریدونه وکړل، خو د کابل په ګډون بیا په شمال ختیځ او سویلي ولایتونو کې د راکټي بریدونو او غږیزو بمونو په وسیله ټاکنیز مرکزونه په نښه شول، داسې مهال چې د هېواد ختیځ او لوېدیځ بیا نسبتاً ارام وو.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د ټاکنو په ورځ د رأی ورکوونې د ۶۸ مرکزونو پر وړاندې د طالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د طالبانو ډېر خوځښت او خطر په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، فاریاب، کندز او کندهار ولایتونو کې وو.

Facebook Post

په ورته وخت کې په بغلان، بدخشان، غور، فاریاب، غزني او کابل کې هم د نا امنۍ او چاودنو په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر وايي، د حکومت د مخالفو وسله‌والو په بریدونو کې دوه پولیس هم چې د ټاکنیزو مرکزونو امنیت یې نیولی و، وژل شوي دي.

د هغه له قوله، په همدې ورځ درې افغان نظامیان او ۳۷ ملکیان ټپیان شوي هم دي.

۰۸:۵۸ ۷.۷.۱۳۹۸

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما ټول هغه افغانان ستایلي چې پرون د سپټمبر په ۲۸مه یې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې رأیه ورکړه.

د یوناما په خبرپاڼه کې چې پرون ماښام خپره شوه، د افغانستان له ټولو هغو کورنیو او نړیوالو ادارو مننه شوې چې انتخابات یې ممکن کړل.

په اعلامیه کې هغه کسان غندل شوي چې د ټاکنو د بهیر لپاره یې د خنډ پېښولو هڅه وکړه.

په کابل کې د امریکا سفارت هم افغانانو ته د زړورتیا لپاره چې د تهدیدونو په اوج کې له کورونو ووتل او د خپل ډموکراتیک حق لپاره یې رأیه ورکړه، مبارکي ویلې ده.

د افغان د ولسمشریزو ټاکنو یو انځور

په کابل کې د امریکا سفارت پر ټوېټر لیکلي چې ټول لوري په دې وخت کې چې د انتخاباتو مامورین د پایلو په نهايي کولو کار کوي، کرار واوسي او د افغانستان د قوانینو په ګډون ټولو انتخاباتي اصولو ته متعهد پاتې شي.

د امریکا سفارت لیکلي: د انتخاباتو ډموکراتیکه پروسه لا نه ده ختمه شوې او باید په حوصله د پایلو اعلان ته معطل شو.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسون پرون ماښام د ټاکنو په بهیر کې د یوشمېر بې نظمیو او سرغړونو رپوټ خپور کړ.

کمېسيون ویلي چې د یو شمېر رأيې ورکوونکو نومونه په لېستونو کې نه وو، په ځينو مرکزونو کې کارکوونکي په وخت کار ته نه وو حاضر شوي او په ځينو ځایونو کې د بایومټریک ماشینونو سم کار نه دی کړی.

د ورځې په پای کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دولتي ټلویزیونه په وینا کې وویل چې هر تخلف باید له قانوني لارو وڅېړل شي.

اشرف غني زیاته کړه: له اړوندو ادارو زموږ توقع دا ده چې د ټولو شکایتونه جدي ونیسي او درناوی ورته وشي، پاتې چارې او مسئولیت چې د دې پروسې بریالیتوب دی، په انتخاباتي کمېسونو پورې ارتباط لري، له دواړو کمېسيونو غواړو چې په پوره امانتدارۍ او بې طرفۍ سره عمل وکړي.​

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسيون ویاند محمد قاسم الیاسي پرون ماسختن ازادي راډیو ته وویل چې ۱۸۶۹ شکایتونه ثبت شوي دي.

الیاسي وویل چې د شکایتونو د ثبت لپاره دوه ورځې نور وخت هم لري.

محمد قاسم الیاسي وایي: زموږ ارقام به د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په ترځ کې مکمل شي، یعنې سره او ناسره شکایتونه به جلا کړو، خو ټول کولی شي چې په ۴۸ ساعتونو کې د اسنادو او شواهدو پر اساس خپل شکایتونه ثبت کړي.

الیاسي وویل چې دوه ورځې وروسته به په ټولو ولایتونو کې د شکایتونو د څېړنې بهیر پیل شي چې دوه اوونۍ به دوام وکړي.

په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو بهیر پرون سهار په اوو بجو پیل شو.

دا بهیر باید په درېیو بجو پای ته رسېدلی وای، خو دوه ساعته نور هم تمدید شو.

مرکزونه په پنځو بجو وتړل شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون لا رسماً دا اعلان نه دی کړی چې څومره خلکو برخه پکې اخیستې وه.

خو د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون څارونکو ویلي چې ظاهراً د خلکو ګډون په خاص ډول د ښځو شمېر کم و.​

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي د رأیې د مرکزونو تر تړل کېدو وروسته وویل چې په ټول افغانستان کې وسله والو طالبانو ۶۸ حملې وکړې.

اندرابي وویل چې اکثر راکټي حملې وې.

مسعود انداربي زیاتوي:د انتخاباتو په ورځ دوه پولیس ووژل شول، یو سیمه ییز پولیس، دوه عسکر او ۳۷ ملکي وګړي زخمیان شول.​

په کندهار کې پرون د انتخاباتو د بهیر تر پیل وروسته چاودنه وشوه.

د روېټرز خبري اژانس په حواله، په کابل، جلال اباد او غزني کې هم چاودنې وشوې او په ځینو نورو ولایتونو لکه کونړ کې د استوګنو پر سیمو راکټي حملې شوې دي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون پرون په ټول افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۴ ښوودلی دی.

د ملي امنیت ریاست په بیان کې چې پرون خپور شوی، ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو د امنیت لپاره یوازې د کابل په شااوخوا کې ۱۶ ځایه عملیات وکړل او ۱۴ وسله وال طالبان یې چې د ټاکنو د ګډوډولو لپاره کابل ته ننوتي وو، ونیول.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ اسوشېټېډ پرېس اژانس ته په مرکه کې وویل چې افغانانو پرون وسله والو طالبانو ته دا قوي پیغام ورکړ چې څه ډول هېواد غواړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG