د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

د افغانستان د راروانو ولسمشریزو ټاکنو پر شفافیت د امریکا ټینګار


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په افغانستان کې د جمهوري ریاست د را روانو ټاکنو پر شفافیت ټینګار کړی دی.

پامپیو په یوه بیان کې چې پرون د سپټمبر په اتلسمه خپور شو، لیکلي چې متحده ایالات او له افغانستان سره نور مرسته کوونکي هېوادونه په دې باور دي چې په افغانستان کې باید انتخابات شفاف وي.

هغوی د افغانستان له حکومت او انتخاباتي ادارو غوښتنه کړې چې د را روانو ټاکنو د شفافیت ډاډ ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هغه افغانان چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي، د دې حق لري چې وپوهېږي او ډاډ ولري چې ټاکنې به د هغوی د انتخاب انعکاس وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

مایک پامپیو زیاته کړې چې په افغانستان کې مېشت ائتلافي ځواکونه او مرسته کوونکي هېوادونه چې د ټاکنو لپاره د زمینې برابرولو په خاطر قرباني ورکوي، هم حق لري چې د ټاکنو له شفافیته ډاډ ولري.

په اعلامیه کې د پامپیو په حواله لیکل شوي چې دوی تمه لري چې د افغانستان ټاکنیز بنسټونه به هم ټول ضروري ګامونه پورته کړي او رأیه ورکوونکو ته ډاډ ورکړي چې ټاکنې به شفافې او پایلې به یې معتبرې وي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید پرون د سپټمبر په اتلسمه ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنو دشفافیت تضمین د ټولو ښکېلو خواوو همکارۍ ته اړتیا لري.

یوسف رشید وویل: د انتخاباتو شفافیت او اعتبار په دې پورې تړلی دی چې په ټاکنو کې ښکېلې خواوې تر کومه حده همکاري کوي، مثلاً، ایا زموږ کاندیدان به واقعاً د سالم رقابت پلوي کوي او پلویان به یې تقلب او درغلۍ کوي که نه؟ دوهم دا چې ایا د ټاکنو خپلو اک کمېسون کولی شي چې واقعاً عادلانه چلند وکړي او هېڅ فشار یا لانجې ته تسلیم نه شي؟ درېیم دا چې نړیواله ټولنه ترکومه حده کولی شي چې له دې پروسې سیاسي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې به د میزان په شپږمه وي.

د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون په افغانستان کې پر ټولو ښکېلو خواوو چې وسله وال طالبان هم په کې دي، غږ وکړ چې خلکو ته اجازه ورکړي چې له وېرې پرته د انتخاباتو په ورځ د رایې مرکزونو ته ولاړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو پرون په یوه اعلامیه کې را روانې ټاکنې یوه جعلي پروسه بللې ده.

وسله والو طالبانو همدا راز پر زده کوونکو او ښوونکو غږ کړی چې د ځان د امنیت لپاره دې د انتخاباتو په مرکزونو کې کار نه کوي.

خو مایک پامپیو د وسله والو طالبانو پرونۍ اعلامیه په شدت غندلې ده.

هغه ویلي چې په افغانستان د رأیې ورکوونکو پر ضد ارعاب، پر هغوی اجبار او فشار به د خلکو پر ولسواکۍ حمله وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دوی د افغانستان د امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ کوي چې د سولې او کرارۍ لپاره هره ورځ قرباني کېږي.

XS
SM
MD
LG