د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۸

هلمند کې د "ملکیانو، طالبانو او القاعده" د وژل کېدو راپورونه


د افغانستان د ملي دفاع وزارت د موسی قلعه په عملیاتو کې د ۲۲ بهرنیو طالبانو د وژل کېدو او د پنځو پاکستانیانو او یوه بنګله دیشي په ګډون د ۱۴ نورو د ژوندي نیولو خبره کوي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د موسی قلعه په عملیاتو کې د ۲۲ بهرنیو طالبانو د وژل کېدو او د پنځو پاکستانیانو او یوه بنګله دیشي په ګډون د ۱۴ نورو د ژوندي نیولو خبره کوي.

د افغانستان په جنوب کې د هلمند ولایتي چارواکي وايي، په موسی قلعه ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په ځمکنو او هوايي عملیاتو کې ۲۲ طالبان او د القاعده بهرني غړي وژل شوي او ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه عملیات تېره شپه د موسی قلعه ولسوالۍ د شواروز او کونجک سیمو کې شوي.

د هلمند د والي دفتر نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې د موسی قلعه لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوال فرهاد او دوو قومندانانو احسان او حقبین په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په وژل شویو د پاکستان او بنګله دېش اتباع هم شته.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او امنیتي ادارې یې په اړه څېړنه کوي.

ښاغلي ځواک زیاته کړه: "هلته [موسی قلعه] کې د مخالفینو د وسلې ډیپوګانې وې چې هوايي برید کې لمنځه تللي دي. د ډیپو د انفجار له کبله په ډېره خواشینۍ سره دا یادونه هم کوو چې هلته ملکي کسانو ته هم تلفات اوښتي."

د موسی قلعه ولسوالۍ د تېرې شپې عملیاتو کې نهه ټپي شوي کسان د لښکرګاه اېمرجنسي روغتون ته راوړل شوي.

نجیب چې د کورنۍ څلور غړي یې وژل شوي ازادي راډیو ته وویل، ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي دي.

د هغه په خبره په وژل شویو کې یو سړی او پاتې نور ښځې او ماشومان دي. هغه وویل، وژل شویو کسانو د واده مراسمو ته چمتووالی نیوه چې د شپې لس بجې د دولتي ځواکونو عملیات پيل کړل.

ښاغلي نجیب وویل: "موږ د شپې لس بجې موټرو ته حرکت ورکړ، یو ځای تللو، خوشحالي وه، واده و. د شپې په چاپه کې راګېر شوو. ۱۴ کسه شهیدان او نهه کسه زخمیان لرو. شهیدانو کې مې څلور د خپلې کورنۍ دي چې درې زنانه او یو مردانه دی او نور درې د یوه کور، درې د بل کور او څلور د بل کور زنانه دي. یو د یو کور او یو د بل کور زنانه دي."

د هلمند د ولایتي شورا غړی مجید اخندزاده بیا ادعا کوي چې په دغو عملیاتو کې ۴۰ کسان وژل شوي.

حکومتي سرچینو رسنیو ته ویلي چې موسی قلعه ته له کندهاره د ملي امنیت د صفر درې قطعې سرتېري د عملیاتو لپاره ورغلي وو.

د کندهار د والي دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې په دغو عملیاتو کې عملیاتو کې د القاعده شبکې پنځه مهم غړي وژل شوي او ددغې شبکې درې ښځینه غړي چې په اردو او انګلیسي یې خبرې کولې امنیتي ځواکونو نیولي دي.

د کندهار د والي دفتر د معلوماتو له مخې، د القاعده شبکې دغه غړي د پاکستان اوسېدونکي دي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې د موسی قلعه په عملیاتو کې یې د بهرنیو "ترهګرو" یوه ډله لمنځه وړې.

ددغه وزارت په خبرپاڼه کې د ۲۲ بهرنیو طالبانو د وژل کېدو او د پنځو پاکستانیانو او یوه بنګله دیشي په ګډون د ۱۴ نورو د ژوندي نیول کېدو خبره شوې.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې په هوايي عملیاتو کې د مخالفینو د مهماتو یوه زېرمه هم ویجاړه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دفاع وزارت په دغو عملیاتو کې ولسي خلکو د مرګ ژوبلې اوښتو ادعاوې څېړي.

بلخوا طالبانو ویلي چې ددوی کسانو ته په دغه برید کې کوم زیان نه دی رسېدلی.

قاري یوسف احمدي چې ځان ددغې ډلې ویاند معرفي کوي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې د دولتي ځواکونو لخوا د القاعده او بهرنیو اتباعو د نیول کېدو ادعا هم رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG