د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۱

"ایران د فارس خلیج د امنیت خوندي کولو یو پلان جوړ کړی"


ښاغلي روحاني وویل، سیمې ته یې د همکاری لپاره د دوستۍ او ورورولۍ لاس غځولی دی.
ښاغلي روحاني وویل، سیمې ته یې د همکاری لپاره د دوستۍ او ورورولۍ لاس غځولی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایي، تهران به د سیمې د نورو هېوادونو په مرسته د فارس خلیج د امنیت خوندي کولو لپاره یو پلان ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.

په پام کې ده ښاغلی روحاني د سه شنبه په ورځ (سپټمبر ۲۴مه) په نیویارک کې د ملګروملتونو په عمومي اسامبله کې ګډون وکړي.

نوموړی داسې مهال د فارس خلیج د امنیت په اړه د پلان خبره کوي چې د سعودي عربستان د تېلو د تولید پردوو سترو تاسیساتو وروستیو بریدونو په منځني ختیځ کې کړکېچ اوج ته رسولی دی.

سعودي درې ورځې وړاندې د امریکا په مشرۍ له هغه اېتلاف سره یوځای شو چې په فارس خلیج کې په نړیوالو اوبو کې د کښتیو تګ راتګ خوندي کولو لپاره جوړ شوی دی.

ښاغلي روحاني نن (سپټمبر ۲۲مه) د ایران او عراق د جګړې کلیزې د قربانیانو په یاد د یوې اونۍ ویر مراسمو ته په وینا کې وویل، بهرني ځواکونه د سیمې او د تېلو صنعت ته ستونزې او ناامنۍ جوړوي.

روحاني د ایران ملت ته په وینا کې وویل، بهرني ځواکونه کولی شي د ایران خلکو او سیمې ته ستونزې او بې ثباتۍ جوړې کړي.

د ایران ولسمشر وویل، سیمې ته یې د همکاری لپاره د دوستۍ او ورورولۍ لاس غځولی او ژمنه يې وکړه چې هیچا ته به د دغه هېواد پر سرحدونو د تېري ته اجازه ورنکړي.

روحاني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې رویترزخبري آژانس د یوه سویډني ټلویزیوني چینل له قوله خبرورکړ چې په پام کې ده په څو ساعتونو کې ایران د برېتانیا تېل لېږدوونکې بېړۍ خوشې کړي.

ایراني ځواکونو د ستینا امپیرو په نوم دغه سوېډنۍ کشتۍ چې په تېره جولای میاشت کې د هغې له عملې سره ولجه کړه. ایران وروسته له هغه دا بېړۍ توقیف کړه چې په جبل الطارق کې بریتانیايي ځواکونو د ایران یوه تېل وړونکې بېړۍ توقیف کړه، خو وروسته یې خوشې کړه.

په منځني ختیځ کې کړکیچ وروسته له هغې زیات شوی چې تیره اونۍ د سعودي عربستان د تیلو د تولید پردوو ستروچاڼ ځایونو حملې وشوې.

سعودي: د تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې شاته ایران دی

الجبېر: د خپلو تېلو پر تاسیساتو د وروستۍ حملې په ځواب کې مناسب اقدام کوو

که څه هم د دغو حملو مسوولیت د ایران له ملاتړ برخمنو د یمن حوثي یاغیانو منلی، خو واشنګټن او ریاض یې ایران مسوول بللی، تهران دغه تورونه رد کړي دي.

د ایران ولسمشرحسن روحاني دغه راز له نورو هېوادونو وغوښتل چې له فارس خلیج څخه دې ځان لیرې وساتي. د هغه په وینا په سیمه کې د دوی حضور دا سیمه د وسلو پرسیالۍ بدلوي.

XS
SM
MD
LG