د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

سږکال د غزني ولایت په ډېری ولسواليو کې بنګ کرل شوي


د غزنی ښار
د غزنی ښار

د غزني ولایت اوسېدونکي وايي چې سږکال د دې ولایت په څو ولسوالیو کې بنګ کرل شوي او د افغانستان له نورو ولایتونو څخه هم خلک د چرسو د کاروبار لپاره دې ولایت ته ورځي.

د غزني اوسېدونکي وايي چې د افغانستان د ځینو ولایتونو خلکو دلته پانګونه کړې ده او دا پانګه وال ځمکه والو او بزګرو ته پيسې او نور وسايل ورکوي چې بنګ وکري.

د اندړو ولسوالۍ یو ځوان حبیب الله وايي چې دلته د بنګو کښت په یوه کاروبار اوښتی، نو ځکه یې کښتونه د نورو بوټو په پرتله ورځ په ورځ پسې ډېرېږي.

ده وویل: دلته په غزني کې تر غنمو بنګ ډېر کرل شوي، خلکو په قره باغ، اندړو او ځینو نورو ولسوالیو کې په جریبونو جریبونو ځمکو کې بنګ کرلي، هغه سيمې چې اوبه نه لري، هلته د شمسي برېښنا په وسيله اوبه را کاږي او د بنګو کښتون پرې اوبه کوي، کله چې يې سړی کښت وويني، نو سر او پای يې نه معلومېږي.

د ګیلان ولسوالۍ ولي محمد هجران بیا وايي چې په ګیلان او نورو ګاونډیو ولسوالیو کې په زرګونو جریبه ځمکو کې بنګ کرل شوي او د نورو کلونو په پرتله یې سږکال کښت څو برابره ډېر شوی دی.

دی وایي: د بنګو کښت له ګيلان څخه نيولې بيا ان دا چې د مقر ولسوالۍ تر پولو پورې رسېدلي دي، د مقر ولسوالۍ په شکو او نورو سیمو کې هم ډېر بنګ کرل شوي دي، سږکال خلکو خپل ټول پام بنګو ته اړولی دی، ځینو خلکو خو ان دا چې تر شپېتو، اتیاوو او سلو جریبو پورې ځمکو کې بنګ کرلي دي.

دا چې دولت ولې د دې کښتونو د اړولو لپاره پلان نه لري، په دې اړه د غزني ولايت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست چارواکو له ځواب ورکولو څخه ډډه وکړه، خو د والي ویاند محمد عارف نوري بیا ومنله چې په غزني ولايت کې بنګ کرل شوي دي.

د غزني ښار
د غزني ښار

نوموړي زیاته کړه: موږ ته هم غیر مستقیم راپورونه راسېدلي دي چې د غزني په ځینو سيمو کې بنګ کرل شوي دي، له نېکه مرغه چې موږ په غزني کې د بزګرو د ملاتړ لپاره بېلابېلې پروژې لرو، د دوی د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې کار کوو او بزګرانو ته مو معلومات ورکړي دي چې څنګه او له کومو ځمکو څخه د ښه کیفیت لرونکي محصولات تر لاسه کړي، په دې برخه کې ډېر کارونه شوي او لا هم روان دي.

د غزني مدني فعالان بیا په دې ولایت کې د بنګو د کښتونو په اړه اندېښنه لري.

د دې ولایت یو مدني فعال حکمت الله ارین وايي، که دولت په غزني کې د بنګو د کښت او چرسو د کاروبار مخه ونه نيسي، نو دلته به نورو نشه يي موادو ته هم لاره هواره شي.

دی وایي: که چېرې دولت په غزني کې د بنګو د کښت مخه ونه نيسي، نو طبيعي خبره ده چې د نورو نشه يي بوټو لکه کوکنارو او داسې نورو بوټو کښت ته هم لاره هواره شي چې دا کار به ډېرې ناوړې پايلې ولري.

که څه هم دولت او نړیواله ټولنه په افغانستان کې یوازې تاریاکو ته پاملرنه کوي، خو کارپوهان وايي چې چرس هم د نورو نشه يي موادو غوندې ټولنې او انسانانو ته ډېر زیان رسوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG