د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د دفاع وزارت پېژنتون ته څېرمه ځانمرګي برید ۲۲ کسان ووژل


افغان امنیتي ځواکونو د دفاع وزارت د پېژنتون مخ ته له چاودنې وروسته سیمه کلابند کړې ده.
افغان امنیتي ځواکونو د دفاع وزارت د پېژنتون مخ ته له چاودنې وروسته سیمه کلابند کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په نهمه امنیتي حوزه کې د ملي دفاع وزارت پېژنتون ته مخامخ په ځانمرګي برید کې شپږ دولتي سرتېري او ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند نصرت رحیمي په وینا په دغه برید کې ۳۸ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

ښاغلي رحیمي ویلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه برید چې طالبانو یې مسئولیت منلی، نن (سه شنبه، وږي ۲۶مه) له غرمې وروسته په شاوخوا یوه بجه د احمدشاه مسعود څلورلاري او د امریکا سفارت ته څېرمه وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ځانمرګي بریدګر د سړک پر سر ځان ته چاودنه ورکړې.

د پېښې شاهدان وایي، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي دفاع وزارت د پېژنتون مراجعین د دغې ادارې په دروازه کې راټول شوي وو.

محمد طوفان چې پېښې ځای ته نزدې وو او یو ملګری یې وژل شوی، ازادي راډیو ته وویل چې د برید پرمهال تر څلوېښتو پورې کسان هلته راټول وو.

هغه وویل: "یوه بجه او پنځه دقیقې وې چې غوښتل مو دننه لاړ شو چې ناڅاپه چاودنه وشوه، زما ملګری او هغو خلکو چې غوښتل یې پېژنتون ته دننه لاړ شي، ټول شهیدان شول."

د برید سیمي ته څېرمه د سړک پرغاړه ځینې لاس پلورونکي هم وو چې د خوراکي مواد او د موبایل کارتونه یې خرڅول.

یوه سپین ږیري چې د پېښې ځای ته نزدې ولاړ و ازادي راډیو ته وویل چې دوو ۲۴ کلن او ۳۰ کلن زامنو یې هلته کار کاوه او د یوه زوی په اړه یې هېڅ معلومات نشته.

هغه وویل: "له ډزو وروسته پوه نه شوم چې څومره خلک تباه شوي، ټول د همدې ولس نه دي، ټول افغانان دي، زمان دوه زامن هلته دي یو مې ولید خو له بل یې خبر نه یم."

د دغې پېښې یو شمېر ټپیان د کابل وزیر محمد اکبر خان روغتون ته د درملنې لپاره استول شوي دي.

یوه ټپي کس ازادي راډيو سره په خبرو کې دولت د امنیت په ټینګولو کې په ناغېړۍ تورن کړ.

هغه وویل: "که دولت امنیت ټینګ کړای شي، ولې به داسې وشي. د یتم او بې وزله وینه به ولې توېږي. سر، دماغ، ښی لاس او دواړه پښې مې ټپي شوي دي."

په ورته وخت کې نن د کابل په شمال پروان ولایت کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم یوې غونډې ته نږدې ځانمرګی برید شوی.

د پروان د عامې روغتیا ریاست چارواکو په دغه برید کې تر دې مهاله د ۲۴ کسانو وژل کېدل او تر ۳۰ ډېرو کسانو ټپي کېدل تأیید کړي.

طالبانو د دغه برید مسؤلیت هم منلی دی.

XS
SM
MD
LG