د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

په بدخشان کې سږکال تر ۵ زرو هکتاره ډېره ځمکه کې کوکنار کرل شوي


بدخشان یو له هغو دوولسو ولایتونو څخه دی چې د افغان دولت او ملګرو ملتونو د نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې يا (UNODC) د ګډ راپور له مخکې ډېر کوکنار پکې کرل کېږي.

سږکال بیا هم د پخوا په شان په دې ولایت کې څه د پاسه پنځو زرو هکتارو ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو چې بزګرو یې په ډاډه زړه تارياک راټول کړل.

په دې اړه د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس محمد قائد افندي ازادي راډیو ته وویل: سږکال هغو بهرنیو ادارو له موږ سره د کوکنارو په اړولو کې مرسته ونه کړه چې پخوا به یې راسره کوله، ځکه نو موږ ونه شو کولای چې د کوکنارو کښتونه واړوو.

دی وایي، سږ کال د بدخشان په پنځه نيمو زرو هکتارو ځمکو کې تاریاک کرل شوي او بزګرو یې تارياک هم ټول کړي، دلته له یوې خوا له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د کورنیو چارو له وزارت سره يو ځای شو او له بلې خوا سږکال هغو ادارو هم مرسته راسره ونه کړه چې پخوا به يې راسره کوله، سږکال نه چا له موږ او نه يې هم له کورنیو چارو وزارت سره مرسته وکړه، دومره امکانات موږ نه درلودل چې په یوازې ځان د کوکنارو کښتونه واړوو، بیا مو هم تر خپله وسه پورې مبارزه پیل کړه، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله بریالي نه شو.

په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښتونو ترڅنګ، مافیايي ډلو هم په دې ولایت کې د نشه يي موادو کارخانې جوړې کړې چې تېر کال بهرنیو نظامي ځواکونو پر څو کارخانو هوايي بریدونه هم وکړل.

د بحرالدین په نوم د بدخشان يو بزګر وايي، اوس هم د بدخشان ولایت په ځینو ولسوالیو کې بزګران کوکنار کري، خو هېڅ يوه دولتي اداره یې مخه نه نيسي.

دی وایي، مخکې له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست يوه کاري ډله درلوده چې کوکنار به یې اړول، خو سږکال یې په ټول بدخشان کې د کوکنارو یو بوټي هم دی اړولی، بزګرو خپل تارياک ټول کړي دي او اوس هم د دې ولایت په سړو سيمو کې بزګران لګیا دي او تاریاک را ټولوي.

د بدخشان ولایت يو مدني فعال عبدالصمد بیا وايي، که په دې ولایت کې د کوکنارو کښتونه ويجاړ نه شي، نو په راتلونکي کال کې به بزګران نور هم د کوکنارو کښت ته وهڅول شي.

نوموړی زیاتوي، پخوا به هر کال څه ناڅه اندازه کوکنار اړول کېدل، خو سږکال د کوکنارو د اړولو په برخه کې حکومت او له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست هېڅ هم ونه کړل، خلکو په ډاډه زړه خپل تاریاک ټول کړل، که حالت همداسې دوام وکړي، نو په راتلونکو کلونو کې به په ټول بدخشان کې کوکنار وکرل شي.

خو د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق بیا سږکال په بدخشان کې د کوکنارو د نه اړولو یو لامل د امکاناتو نشتوالی بولي او وایي: يو خو هغه مالي مرستې چې بايد نړیوالو ادارو راسره کړي وای، سږکال يې راسره ونه کړي، دوهمه وجه يې دا ده چې ډېری کوکنار د طالبانو او نورو وسله والو ډلو تر واک لاندې سیمو کې کرل شوي دي، له همدې امله بايد موږ له یوه منظم قوت سره هغو سيمو ته ولاړ شو، د کوکنارو د کښت اړولو پر وړاندې دا دوه لوی خنډونه موجود وو.

هلمند، ارزګان، فراه، کندهار، ننګرهار او بدخشان تېرکال د هغو ولایتونو په سر کې وو چې ډېر کوکنار پکې کرل شوي وو.

د دې ولایتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاستونو د اټکل له مخې سږکال بیا هم په همدې ولایتونو کې ډېر کوکنار کرل شوي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG