د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

د تخار په چاه اب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو نښته


ارشیف، افغان ځواکونه
ارشیف، افغان ځواکونه

د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې نن د جمعه په ورځ سهار ۵ بجې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت د شهر بزرګ ولسوالۍ له لوري د تخار پر چاه اب ولسوالۍ برید پیل کړی او دا مهال جګړه د ښار په نږدې څنډو کې جریان لري.

خو د تخار د ولایتي شورا منشي محمداعظم افضلي ازادي راډیو ته وویل چې وسله وال طالبان د چاه اب ولسوالۍ ښار ته داخل شوي او اوس مهال په دننه ښار کې جګړه جریان لري.

دی وایي: وسله والو طالبانو پر چاه اب ولسوالۍ برید کړی چې د ولسوالۍ او د امنيې قوماندانۍ ودانۍ یې نیولي او د ولسوالۍ ودانۍ سوځولې ده او ښار د طالبانو په واک کې دی او اوس مهال د ملي امنیت په مدیریت کې افغان ځواکونو سنګر نیولی دی.

ارشیف
ارشیف

د ښاغلي افضلي په وینا چې په دغې جګړه کې ملکي وګړو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي، خو کره شمېر یې نه دی معلوم.

دا چې اوس مهال په چاه اب ولسوالۍ کې څه روان دي، د دغې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي عین الدین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: سهار په ښار کې ډېره شدیده جګړه وه او له کبله یې په ښار کې د لرګیو د خرڅلاو یو سرای سوځېدلی او دغه راز یو شمېر دوکانونه او د خلکو کورونه هم سوځېدلي او اوس مهال د ولسوالۍ ودانۍ او د امنيې قوماندانۍ د طالبانو په اداره کې دي.

بل خوا د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري د وسله والو طالبانو له لوري د چاه اب ولسوالۍ د نیولو خبر ردوي او زیاتوي چې دا مهال د ښار په نږدې څنډو کې د دولتي ځواکونو او د وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه جریان لري.

ده وویل: د طالبانو برید د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوی او اوس مهال د چاه اپ ښار په نږدې شااوخوا څنډو کې جګړه روانه ده او دولتي تاسیسات د افغان ځواکونو کنټرول کې دي.

د ښاغلي هجري په وینا چې تازه دمي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي او په سیمه کې جګړه جریان لري.

د نوموړي په خبره چې د دغې جګړې له کبله د لرګیو یو سرای سوځېدلی او دغه راز د ښار یو شمېر دوکانونه هم تخریب شوي دي.

د ښاغلي هجري د خبرو پر بنسټ چې له دوو کالو راهیسې د چاه اب ولسوالۍ د خپلسرو ټوپکیانو د خپل منځې جګړې شاهده وه او دغه جګړه د دې سبب شوه چې ترڅو وسله وال طالبان پر دغې ولسوالۍ برید وکړي.

په ورته وخت کې ذبیح الله مجاهد چې د ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي، وايي چې دوی د چاه اپ ولسوالۍ نیولې او دغه راز افغان ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کوي.

خو د تخار ولایت سیمه ییز چارواکي د وسله والو طالبانو دغه ادعاوې ردوي.

د چاه اب ولسوالۍ د ۶۷ کلیومتره واټن په درلودو سره د تخار ولایت شمال لوري ته موقعیت لري او دغه ولسوالي د دې ولایت له رستاق او ینګې قلعه ولسوالیو سره او د بدخشان ولایت له شهر بزرګ ولسوالي او سربېره پر دې له تاجکستان هېواد سره پوله لري.

XS
SM
MD
LG