د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

عبدالله: د یوه انتخاباتي ټيم مشر د موقت حکومت په رأس کې زما نوم اخیستی


د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم مشر عبدالله عبدالله
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو لپاره د نوماندانو د انتخاباتي کمپاینونو په دوام د ثبات او همپالنې ټيم مشر عبدالله عبدالله د جمعې په ورځ د یوې کمپاینې غونډې پرمهال په غیر مستقیم ډول د ده په مشرۍ د یوې احتمالي لنډمهالې ادارې راتګ ته اشاره وکړه.

ښاغلي عبدالله همدارنګه د سیال ټيم پر کړنو هم په طنزي ژبه انتقادونه وکړل.

ده وویل: بیا هم تاسې ته یادونه کوم چې په دې ورځو کې په یوه ټیم کې ځينې لانجې راغلي چې تاسې به یې کیسې واورئ، ځکه د دې ترڅنګ چې د انتخاباتي ټيم مشر یې ناکام و، د ټيم مشر د موقت حکومت په رأس کې زما نوم اخیستی چې دې د جلالتمأب عصاب خراب کړي دي.

د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم د غونډې یو انځور
د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټيم د غونډې یو انځور

که څه هم ښاغلي عبدالله د کوم مشخص ټيم نوم وانخیست، خو د سیاسي چارو کارپوه بشیر بيژن وايي، ممکن د ښاغلي عبدالله هدف د دولت جوړونکي ټیم مشر اشرف غني وي.

خو په وینا یې چې دا د کمپایني اوصولو خلاف دي چې نوماندان د خپلو پروګرامونو د تشریح کولو پرځای دا ډول څرګندونې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د موقتې ادارې رامنځته کولو خبره مطرح شوې ده.

ان د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو یو شمېر کاندیدانو له هغې ډلې شهاب حکیمي له خلکو غوښتي چې د سولې د پروسې او د موقت حکومت د جوړېدو ملاتړ وکړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځلې بیا د موقتې ادارې په جوړېدو ټينګار کړی.

خو افغان حکومت تر دې مخکې ویلي چې افغانستان د موقت حکومت د ازمویلو ځای نه دی او د اساسي قانون تعدیل د هېواد له ثبات سره مرسته نه شي کولی.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمپاینونو په دوام د جمعې په ورځ هم یو شمېر نوماندانو کمپاینونه وکړل او په دغو غونډو کې یې د امینت، انتخاباتو او سولې پروسیې ترڅنګ په بېلابېلو مسایلو خبرې وکړې.

د امنیت او عدالت د انتخاباتي ټيم مشر رحمت الله نبیل
د امنیت او عدالت د انتخاباتي ټيم مشر رحمت الله نبیل

د امنیت او عدالت د انتخاباتي ټيم مشر رحمت الله نبیل بیا د یوې کمپاینې غونډې پرمهال د سولې په روانو خبرو اترو انتقاد وکړ او ویې ویل چې تر اوسه د افغانانو غږ نه دی اورېدل شوی.

ده وویل: د ۳۰ میلیونو افغانانو غږ نه دی اورېدل شوی، خو د سولې په دې پروسه کې یوازې د طالبانو خبرې او غوښتنې اورېدل کېږي، افغان حکومت تراوسه په دې پروسه کې شامل نه دی، خو پاکستان چې افغانان یې دغه حالت ته رسولي، هغه پکې شامل دی.

په همدې حال کې د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند احمد ولي مسعود د یوې کمپایني غونډې پرمهال وویل، که چېرې په ټاکنو کې تقلب او درغلي وشي، دوی به انتخابات تحریم او د انتخاباتو د ترسره کېدو مخه به ونیسي.

همدارنګه د ولسمشریزو انتخاباتو د کمپاینونو په دوام د جمعې په ورځ دغو ټاکنو ته نوماند سید نورالله جلیلي هم د يوې غونډې په ترڅ کې خپلو پلویانو ته خپل پلانونه او پروګرامونه وړاندې کړل.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند سید نورالله جلیلي
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند سید نورالله جلیلي

سید نورالله جلیلي د جمعې په ورځ د خپلو پلویانو په منځ کې ژمنه وکړه چې د سولې د بهیر په اړه د پردې تر شا له چا سره معامله دوی ته د منلو نه ده.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG