د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

ټرمپ: له طالبانو سره به له یوې هوکړې وروسته هم ۸۶۰۰ امریکايي سرتېري په افغانستان کې وي


د افغانستان حکومت د نړیوالو ځواکونو حضور د دې هېواد د ثبات لپاره مهم بولي او په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پرېکړې هرکلی کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د شمېر کمول تأیید کړي، خو په ورته وخت کې یې په دې هېواد کې د زرګونو امریکايي سرتېرو پر پاتې کېدو هم ټینګار کړی دی.

ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز راډیو سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې به د امریکايي سرتېرو شمېر اته زره او شپږ سوه ته راکم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ولسمشر ټرمپ په وینا، د امریکا استخباراتو او نظامیانو د پام وړ شمېر به په افغانستان کې حضور ولري.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې له طالبانو سره د یوې هوکړې په صورت کې به هم په افغانستان کې اته زره او شپږ سوه امریکايي سرتېري پاتې شي او دغلته به د دوی حضور په افغانستان کې په شرایطو پورې تړلی وي.

له ولسمشر ټرمپه دا پوښتنه هم وشوه چې که چېرې بیا ترهګرې ډلې له افغانستان څخه پر امریکا برید وکړي، څه به کېږي؟ نوموړي ځواب ورکړ او ویې ویل: امریکا به په یو داسې ځواک بیا راشي چې چا به یې ساری نه وي لیدلی، خو نوموړي وویل چې فکر نه کوي چې داسې څه پېښ شي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هېواد کې د یو شمېر امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه پرځای او موثره بولي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې د ورځې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، په تېر یو کال کې چې د امریکايي هیئت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې دي، په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی او وضعیت ته په پام د بهرنیو ځواکونو موجودیت اوس مهم دی.

ده وویل: د بهرنیو ځواکونو موجودیت د افغانستان د دوامداره ثبات او تلپاتې سولې لپاره یو مهم مورد دی، موږ اړتیا لرو چې په شریکه د شته ګواښونو پر ضد مبارزه وکړو، دا اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو یو کال تېرېږي، موږ هېڅ داسې پایله نه ده لیدلې چې د ګواښونو د کمي سبب شي، یعنې تر اوسه هم ګواښونه پر ځای دی.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په داسې حال کې په افغانستان کې د زرګونو امریکايي سرتېرو د پاتې کېدو خبره کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د سولې د نهم پړاو خبرو نهايي کېدو ته نږدی شوی دی.

که څه هم دواړو خواوو تر اوسه د نهم پړاو خبرو ته د نهايي کېدو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د ارګ یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې نه غوښتل نوم یې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل چې تمه کېږي چې زلمی خلیلزاد به د جمعې په ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

تر دې مخکې هم ځینو داسې تمه ښودلې وه چې زلمی خلیلزاد به له طالبانو سره د یوې احتمالي هوکړې مسوده له افغان ولسمشر سره شریکه کړي.

د امریکا متحده ایالاتونه دا مهال په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري.

د امریکا د ولسمشر دې څرګندونو ته چې وايي، اته زره او شپږ سوه امریکايي سرتېري به په افغانستان کې پاتې شي، په پام، له افغانستانه تر پنځو زرو زیات امریکايي سرتېري ایستل کېږي.

خو ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې دا شمېر امریکايي سرتېري به کله له افغانستانه ووځي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور له امنیتي وضعیت سره تړاو لري.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي

دی زیاتوي: په هغو خبرو اترو کې چې د افغانستان حکومت د امریکا له متحدو ایالتونو سره کړي، د امریکايي ځواکونو حضور او د شمېر کمېدل یې په شرایطو پورې تړلي دي، دا مهال طالبان د افغانستان او د امریکا ملي امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی.

تر اوسه طالبانو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د څرګندونو په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو طالبان وايي، په دوحه کې له امریکايي هیئت سره خبرو کې یې مهم شرط له افغانستانه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، تر دې مخکې د امریکا دفاع وزارت به افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمول د اوو زرو تر حده ارزیابي کول، خو د ولسمشر ټرمپ تازه څرګندونو له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو د وتلو مسئله یوه نوې او په عین حال کې پېچلي پړاو ته بیولې ده.

XS
SM
MD
LG