د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د کندز چارواکي: طالبان په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال شوي


آرشیف، د وسله والو طالبانو د ځینو غړو یو انځور
آرشیف، د وسله والو طالبانو د ځینو غړو یو انځور

د کندز امنیه قوماندان وايي چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو پرمختللو وسلو او پوځي تجهیزاتو ته لاسرسې پیدا کړی او د دوربین لرونکو وسلو په وسیله د شپې له خوا د امنیتي ځواکونو پر پوستو برېدونه کوي.

د نوموړي ولایت امنيه قوماندان منظورخان ستانکزي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: طالبان ډېر مدرن تجهیزات او وسلې په اختیار کې لري او ټول خلک د دې شاهدان دي او یو لعنتي دوربین لري چې پر هرې وسلې نصب کېږې او ټول کار همدا دوربین کوي، خو سوال دلته دی چې طالبانو دغه دوربینونه او د ټانګ ضد مرمۍ له کوم ځایه کړي دي او دا یو حقیقت دي چې دښمن په پرمختللو وسلو سمبال شوی دی.

د کندز ولایت امنيه قوماندان منظورخان ستانکزی
د کندز ولایت امنيه قوماندان منظورخان ستانکزی

خو ښاغلي ستانکزي دا په ډاکه نه کړه چې طالبانو دغه وسلې له کوم ځایه ترلاسه کوي.

په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د جکړې په لومړۍ کرښه کې یو شمېر امنیتي ځواکونه هم وايي چې وسله وال طالبان د شپې پرمهال کارېدونکې دوربین لرونکې وسلې لري او د شپې له خوا پر دولتي پوستو برېدونه کوي.

د کندز د چهار درې ولسوالۍ یو تن سرتېری د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل: موږ د مهماتو له کمښت سره مخ یوو او په پوسته کې د راکټ څلور مرمۍ لرو او موږ له طالبانو سره خوله په خوله یوو او که موږ ته کافې مهمات راکړل شي، نو طالبانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکوو.

خو د امنې قوماندان وايي چې د دې ولایت ټولې امنیتي پوستې په کافي اندازه مهمات لري.

بل خوا د کندز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري هم وايي چې په دغه ولایت کې وسله وال طالبان د سیمې د هېوادونو له خوا په پرمختللو وسله سمبال شوي دي، خو نوموړي د کوم هېواد نوم وانخسیت.

ده وویل: تر کومه ځايه چې موږ معلومات لرو، طالبانو پرمختللو وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او موږ فکر کوو چې دغه وسلې طالبانو ته د همسایه هېوادونو له خوا ورکړل شوي دي.

له دې سره سم د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي بیا وايي چې د دې ولایت سیمه ییز چارواکي د امنیت تامینولو او د وسله والو طالبانو د ځپلو په برخه کې پاتې راغلي او په دا ډول څرګندونو غواړي چې خپلې ناکامۍ پټې کړي.

د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا غړی امرالدین ولي

دی وایي: په کندز کې ټول امنیتي ارګانونه له ښه پوځي امکاناتو څخه برخمن دي، خو زموږ اندېښنه دا ده چې دوی تل زیان ویني او تراوسه پورې نه دي توانېدلي چې د کندز کومه ځانګړې سیمه د طالبانو له وجوده تصفیه کړي.

د کندز د ولایتي شورا د خبرو پر بنسټ چې د دې ولایت زیاته جغرافیه د وسله والو طالبانو تر واک لاندې ده، که څه هم پرله پسې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف په بېلابېلو نومونو پوځي عملیات ترسره شوي، خو تراوسه پورې د دې ولایت په امنیتي وضعیت کې کوم بدلون نه دی راغلی.

XS
SM
MD
LG