د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

په نوي حکومت کې د ښځو د سیاسي مشارکت پر ډېروالي د ثبات او همپالنې ټیم ټینګار


د ثبات او همپالنې ټیم د یوې کمپایني غوڼې انځور
د ثبات او همپالنې ټیم د یوې کمپایني غوڼې انځور

د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله د خپل یوې کمپایني غونډې پرمهال په راتلونکي نوي حکومت کې د ښځو د سیاسي مشارکت پر ډېروالي ټینګار کوي.

د ثبات او همپالنې ټيم مشر د يوې کمپایني غونډې پرمهال له افغان مېرمنو سره ژمنه وکړه چې دوی ته به د زده کړو د اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د ښځو سیاسي مشارکت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

ښاغلي عبدالله د یکشنبې په ورځ د لویې جرګې په خېمه کې د يوې کمپایني غونډې پرمهال وویل چې ډېر ژر به یوه مېرمن د خپلې ولسمشریزې برنامې پر اساس د اجرائیه ریاست د مرستیالۍ درېیمې څوکۍ ته اعلان کړي.

د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم مشر عبدالله عبدالله
د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم مشر عبدالله عبدالله

ده وویل: د اجرائیه ریاست د مرستیالۍ درېیمې څوکۍ ته یوه ښځه ټاکل کېږي او دا به ډېر ژر معرفي شي، همدارنګه مونږ به د ښځو اړوندو ادارو کې جدی تغییرات راولو، د رهبرۍ په کچه به د ښځو ونډه ډېره شي او له کابل پرته به په نورو لېرو پرتو سېمو کې هم مهم کارونه ترسره شي.

ښاغلي عبدالله تر دې مخکي ویلي چې د ده په حکومت کې به د اجرائیه ریاست څوکۍ پر خپل ځای وي.

د هغه په خبره، له ښځو څخه تل د يوې وسیلې په توګه کار اخیستل شوی، خو اوس د دې وخت را رسېدلی چې دوی خپل برخلیک په خپله وټاکي.

له بلې خوا د دغه ټاکنیز ټيم نوي غړي محمد محقق چې د حنیف اتمر له ټاکنیز ټیم څخه جلا او د عبدالله عبدالله له انتخاباتي ټیم سره یوځای شو، بیا تر ډېره د سیال ټيم پر کړنو په طنزي ژبه انتقادونه وکړل.

خو یو شمېر مېرمني ډاډه نه دي چې ښاغلی عبدالله دې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریالي کېدو په صورت کې خپلې ژمنې عملي کړي.

له دې ډلې شهنازګل وايي: ډاډه نه یم چې ښاغلی عبدالله دې په ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریالي کېدو په صورت کې خپلې ژمنې عملي کړي، دا يو کمپایني شعار دی، که نه نو دې دوره کې به یې کړي وای، ځکه پنځوس سلنه سهم یې په حکومت کې درلود.

ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د روان لمریز کال د میزان په شپږمه نېټه ترسره شي.

دغو انتخاباتو ته شااوخوا ۹ میلیونه افغانانو نوم لیکنه کړې ده.

XS
SM
MD
LG