د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د انتخاباتو کمېسیون: د ولسمشرۍ له ۱۷کاندیدانو یوازې دوو خپل څارونکي راپېژندلي


د اتلسو کسانو یو انځور چې له زلمي رسول پرته یې نور ټول د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي
د اتلسو کسانو یو انځور چې له زلمي رسول پرته یې نور ټول د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان دي

له انتخاباتي کمپاینونو د یوې میاشتې په تېرېدو او د ولسمشریزو انتخاباتو په رانږدې کېدو سره، تراوسه یوازې دوو کاندیدانو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته خپل څارونکي ورپېژندلي دي.

د انتخاباتو لپاره کاندیدان کولی شي چې په ټول هېواد کې د انتخاباتو د شفافیت په خاطر د انتخاباتو او د رأیې شمېرنې د بهیر لپاره خپل څارونکي معرفي کړي او کمېسیون هم مکلف دی چې د دوی د روزنې، ثبت او د اعتبارنامې لپاره کار وکړي، خو تراوسه له ۱۷ کاندیدانو یوازې دوو کاندیدانو محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار خپل څارونکي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ورپېژندلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی مرستیال مرزا محمد حقپرست وايي: یوازې محمد اشرف غني او ګلبدین حکمتیار خپل څارونکي معرفي کړي دي، دوی (نور نوماندان) قانع کوونکي دلایل نه لري، که د سنبلې تر ۳۰مې يې فارمټونه ډک نه کړل او څارونکي یې رامعرفي نه کړل، نور وخت نه ورکول کېږي او کمېسیون به نور عملیاتي پروګرامونه پرمخ بوځي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی مرستیال مرزا محمد حقپرست
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویندوی مرستیال مرزا محمد حقپرست

سره له دې چې پر انتخاباتي کمپاینونو یوه میاشت اوړي، ډېری کاندیدانو تراوسه په جدي توګه انتخاباتي مبارزې نه دي پیل کړي، ولایتونو ته هم نه دي تللي او خپل پروګرامونه یې هم نه دي بیان کړي.

یو کار چې کاندیدانو په دې موده کې باید کړی وای، په محلونو کې د رأیو ورکوونکو د بهیر د څار لپاره د زرګونو څارونکو ور پېژندل وو، خو کاندیدانو ورته ډېر پام نه دی کړی.

کمېسیون وايي، د څارونکو د پېژندلو، ثبت، روزنې او دوی ته د اعتبارپاڼو ورکړه یوه پېچلې لړۍ ده او وخت غواړي.

د کمېسیون ویاند وايي، دغه کار ته یوازې ۲۷ ورځې پاتې دي.

ولسشمریزو انتخاباتو ته کاندید فرامرز تمنا وايي، کمېسیون ته د څارونکو د ورپېژندلو هېڅ اړتیا نه شته.

ده زیاته کړه: د درغلیو او تقلب لپاره د څارونکو استخدام سمه کړنلاره نه ده، بلکې پراخې درغلۍ د انتخاباتو په ورځ د رأیو ورکولو وروسته د شپې له خوا کېږي، له همدې امله د تدبیر او توسعې انتخاباتي ټیم تراوسه خپل څارونکي نه دي ورپېژندلي.

د تمنا په څېر نور کاندیدان هم پر څارونکو باور نه لري.

د کاندیدانو له خوا د منابعو کموالی د څارونکو د نه ګمارلو بل دلیل دی.

د دغو کاندیدانو له ډلې شهاب حکیمي د انتخاباتو ناڅرګند برخلیک کمېسیون ته د څارونکو د نه ورپېژندلو دلیل ګڼي.

ده وویل: دا چې د سولې برخه لیک معلوم شي، د انتخاباتو او څارونکو ورپېژندلو ته به لاړ شو.

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه په دې باور دي چې نړیواله ټولنه او ان پخپله کاندیدان د انتخاباتو کېدو ته کلکه اراده نه لري.

دغه بنسټونه وايي، که انتخابات وشي او کاندیدان خپل څارونکي ور ونه پېژني، په انتخاباتو کې به د درغلیو احتمال ډېر شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي: په خواشينۍ سره نړیواله ټولنه او کاندیدان له دغې پروسې سره علاقمندي نه لري، که د ورځې په پای کې دغه کاندیدان راشي او خپل څارونکي معرفي کړي، د درغلیو د مخنیوي پرځای به بحران رامنځته او یو غیر مسلکي کار به وي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، انتخاباتو ته تیار دی، حکومت هم ټینګار کوي چې انتخابات دې په ټاکلي وخت وشي، امنیتي ځواکونو هم د انتخاباتو لپاره خپلې امنیتي تیاریانې اعلان کړي، خو ځیني خلک وايي چې د سولې د بحثونو تودېدو د انتخاباتو په بهیر سیوری کړی دی.

XS
SM
MD
LG