د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو د تړلو له امله د خلکو اندېښنې


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د هېواد په ځینو ناامنو سیمو کې یو شمېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

د افغانستان په کلیو او لېرې سیمو کې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو د دغو سیمو اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

دوی وايي چې د دغو مرکزونو له تړل کېدو سره اړ شوي چې د درملنې لپاره د ولسوالیو او یا ښارونو روغتونونو ته لاړ شي.

د ارزګان ولایت د چنارتوی د سیمې اوسېدونکی رحمت الله ازادي راډیو ته وايي: په دغه سیمه کې روغتیايي مرکزونه تړلي، له دې امله له ستونزو سره مخ یوو، کله چې وغواړو ناروغ مو مرکز ته ورسوو، د لارې د خرابوالي له امله یې ناروغان ډېر ځورېږي.

رحمت الله له حکومت او په تېره د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې په ناامنو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو امنیت ټینګ کړي چې د ناروغانو ستونزو ته رسېدنه وشي.

یوازې رحمت الله نه دی چې په دې اړه له ستونزو شکایت کوي، بلکې د ناامنو سیمو ډېری اوسېدونکي ورته ستونزې لري.

د کونړ ولایت د پېچ درې اوسېدونکي زبیر صافي ازادي راډیو ته وویل، د روغتیايي مرکز د تړل کېدو له امله دده یو خپلوان په لاره کې ومړ.

دی زیاتوي: کله چې مو ناروغ د دانګام کلینیک ته راوړ، کلینک تړلی و، کله مو چې د اسمار کلینیک ته یوړ، ناروغ مړ شو.

د هغو کلیوالو چې په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه تړل شوي، وايي چې په دغو مرکزونو کې روغتیايي خدمتونه کم دي، خو تړل کېدل یې ستونزې لا پسې زیاتوي.

د هلمند اوسېدونکی محمد کریم په دې برخه کې د ستونزو په اړه وايي: د ناامنیو له امله د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه له ډېرو ستونزو سره مخ دي، یعنې په ځینو سیمو کې روغتیايي مرکزونه تش په نامه دي، نه کارکوونکي لري او نه درمل.

دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې د ۲۰۱۹ میلادي له پیله تر اوسه د ناامنیو له امله په بېلابېلو سیمو کې ۱۱۱ روغتیايي مرکزونه د ناروغانو پرمخ تړل شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت د روغتیا د نړیوال سازمان دغه راپور ردوي او وايي، د ناامنیو له امله د هلمند، کندهار، کونړ، پکتیا، زابل او ارزګان ولایتونو په ځینو ولسوالیو کې ډېر لږ روغتیايي مرکزونه په موقت ډول تړل شوي دي.

د دغه وزارت سلاکار هدایت ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: د جګړې پرمهال په کونړ، کندهار او یا په جنوب ختیځو ولایتونو کې روغتیايي مرکزونه د دوو یا درې ورځو لپاره تړل کېږي، خو کله چې وضعیت بدلېږي، دغه مرکزونه بېرته فعالېږي، دا چې وايي ۱۱۱ مرکزونه تړل شوي، په بشپړه توګه ناسمه ده.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، اوس په ټول افغانستان کې څه باندې ۳۰۰۰ روغتیايي مرکزونه فعال دي.

مخکې له دې په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه د روغتیايي مرکزونو په نښه کېدو اندېښمنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG