د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۳

فرانسې له هنده د کشمیر د وګړو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هند صدراعظم نریندرا مودي
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هند صدراعظم نریندرا مودي

فرانسې له هنده د کشمیر د وګړو د حقونو د درناوي غوښتنه کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هند صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس د کشمیر حالات له نږدو څاري او ټینګار یې ورباندې کړی چې د دغې وېشل شوې سیمې د دواړو لورو د خلکو حقونو ته باید درناوی وشي.

ښاغلي مکرون د پنجشنبې په ورځ له پاریسه دباندې په چنتیلي ښار کې د هند له صدراعظم سره وکتل او د کشمیر د روان وضعیت په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د فرانسې ولسمشر وویل چې دا هم د هند او هم د پاکستان مسؤلیت دی چې د هر هغه اقدام مخه ونیسي چې کولی شي د دې سیمې وضعیت لا خراب کړي.

نوموړي ویلي چې فرانسه به لا هم پر دې موضوع متمرکزه پاتې شي، څو د کشمیر د بېلې شوې کرښې دواړو لورو ته د غیر نظامي وګړو د حقونو او ګټو ډاډ په سمه توګه ترلاسه شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هند صدراعظم نریندرا مودي
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هند صدراعظم نریندرا مودي

کله چې د اګست په ۵مه نوي ډیلي د هندي کشمیر هغه کورواکي لغوه کړه چې د هند اساسي قانون ورکړې وه او دغلته یې ځانګړي امنیتي تدابیر ونیول، د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوه.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم په کشمیر کې د عامو خلکو د خوندیتوب د تضمین لپاره او د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره د هند او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و.

نوموړي په کشمیر کې چې د هند او پاکستان ترمنځ د وېش لانجمنه سیمه ده او په وروستیو کې د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د ډزو د تبادلې شاهده ده، وضعیت خطرناک بللی دی.

د هند صدراعظم که څه هم په مستقیم ډول کشمیر یاد نه کړ، خو ژمنه یې وکړه چې د تندلارۍ پر وړاندې مبارزې ته به دوام ورکوي او زیاته یې کړه چې هېواد یې د سرحدي کرښو هاخوا د ترورېزم پروړاندې مبارزې کې د فرانسې ملاتړ خپل کړی دی.

کشمیر له بریتانیا څخه د هند او پاکستان د خپلواکۍ تر اخيستلو راهیسې د یوې ناحل شوې ستونزې په توګه پاتې چې دواړو هېوادونو یوازې پر همدې سیمې په خپلو کې دوه ځله جګړې کړي دي.

راپورونه وایي، په تېرو درېیو لسیزو کې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د جګړو له کبله تر ۵۰ زره ډېر کسان وژل شوي دي.

منتقدین وایي، د نوي ډهلي نوی اقدام چې ددې سیمې ځانګړي اختیارات یې ترې واخيستل، ښایي دا سیمه نوره هم منزوې کړي او وسله وال مقاومت لا ډېر کړي.

په همدې حال کې په یوه نوي راپور کې راغلي چې د هند تر واک لاندې کشمیر د عمده ښار سرینګر چارواکي وایي، په دې ځای کې یې امنیتي تدابیر ځکه ډېر کړي چې بېلتون غوښتونکو نن د اګست په ۲۳مه د ملګرو ملتونو د دفتر لوري ته د لاریون د پیل خبره کړې ده.

XS
SM
MD
LG