د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

نن په کابل کې د ولسمشرۍ ۳ نوماندانو انتخاباتي غونډې وکړې


د یوې انتخاباتي غونډې انځور
د یوې انتخاباتي غونډې انځور

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د سیالیو په دوام کې درېیو نوماندانو د جمعې په ورځ له خپلو پلویانو سره ټاکنیزې غونډې وکړې.

د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د سیالیو په دیارلسمه ورځ شهاب حکیمي، احمد ولي مسعود او سید نورالله جلیلي د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې وکړې او خپل راتلونکي پلانونه یې ورته تشرېح کړل.

د دغو نوماندانو له ډلې شهاب حکیمي د جمعې په ورځ د خبرو پر مهال وویل، تر هغه چې په هېواد کې سوله ټینګه نشي، د ولسمشریزو انتخاباتو ترسره کول شوني نه دي.

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند شهاب حکیمي
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند شهاب حکیمي

ده وویل: باید انتخابات سراسري وي، د سولې په فضا کې ټول افغانان په انتخاباتو کې ګډون کولی شي، موقت حکومت به راشي، اوسنۍ اداره نشي کولی چې سراسري او عادلانه انتخابات ترسره کړي.

ښاغلي حکیمي انتخاباتي تحریمونو ته په اشارې سره وویل، د جمهوري ریاست ډېری نوماندان د انتخاباتو د تحریمولو لپاره سره توافق لري او کېدای شي چې تر راتلونکو څو ورځو د دغو نوماندانو زیات شمېر یې انتخابات تحریم کړي، د دې لپاره چې د انتخاباتو ترسره کول شوني نه دي.

په ورته وخت کې د ملي وفاق مشر احمد ولي مسعود د جمعې په ورځ د خپلو انتخاباتي سیالیو په لومړۍ ورځ ژمنه وکړه چې راڼه انتخابات به ترسره شي او که نوموړی ډاډه نه و، نو له خلکو سره به په سلا مشوره پرېکړه وکړي.

د ملي وفاق د انتخاباتي ټيم مشر احمد ولي مسعود
د ملي وفاق د انتخاباتي ټيم مشر احمد ولي مسعود

ښاغلي مسعود همداراز وویل، ډېر ژر به دغه ټيم ته د نورو انتخاباتي ټکټونو له یو ځای کېدو سره د ملي وفاق د حکومت درېیم معاونیت او د اجرائیه ریاست جوړښت اعلان شي.

دی وایي: داسې ټکټونه شته چې له موږ سره به یو ځای شي چې له دوی به د درېيمې مرستیالۍ او د اجرائیه ریاست او صدرات لپاره کسان غوره شي چې له دې وروسته به دغه څېرې هم وګورئ.

له دې وړاندې عامو خلکو غوښتنه کړې وه چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نوماندان دې هسې ژمنې نه ورکوي او هغه څه چې وايي یې، پلي دې کړي.

له دې سره سید نورالله جلیلي هم د جمعې په ورځ خپلو پلویانو ته خبرې په دې شعار پیل کړې چې له دې وروسته دروغ او تېرایستل بس دي، پیل کړې.

د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند سید نورالله جلیلي
د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند سید نورالله جلیلي

ده زیاته کړه: کله چې ولسمشرۍ ته بریالی شوم، ژمنه به مې له تاسو سره دا وي چې په رښتیا ویلو به تاسو ته نږدې او ستاسو په زړنو کې به ځای پیدا کړم.

نوموړي وویل، ولسمشرۍ ته تر بریالي کېدو وروسته به پوهنې ته په پاملرنې سره او د ښوونکو تنخوا به له ۷ زرو اویا زرو ته لوړه شي.

د انتخاباتو د قانون او مهالوېش پر اساس، د ولسمشریزو انتخاباتو نوماندان شپېته ورځې وخت لري، ترڅو خپلې برنامې د غونډو، بنرونو او د نورو لارو په وسیله خلکو ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG