د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

غني: امنیتي او دفاعي ځواکونه دې د سولې تړون تر تصویبېدو قوه استعمال کړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاع وزارت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وینا پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاع وزارت کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د وینا پر مهال

ولسمشر محمد اشرف غني افغان امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې د قوې استعمال د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو اصلي دنده ده​ او د سولې د تړون تر تصویبېدو دې په جدیت خپلې دندې ترسره کړي.

ښاغلي غني چې د اختر په درېیمه ورځ سه شنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۲» د ملي دفاع وزارت په تالار کې د امنیتي ځواکونو سره د اختر مبارکي کوله وویل چې د امنیتي ځواکونو مبارزه برحقه ده، ځکه د افغانانو لپاره ترسره کېږي.

ښاغلي غني زیاته کړه: "تر هغې چې د سولې تړون د ملت له لوري تصویبېږي، د قوې استعمال زموږ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو عمده وظیفه ده، ستاسو دنده دا نه‌ده چې راشئ وګورئ چې سیاسي بادونه په کوم لوري خوځېږي، بلکې ستاسو دنده د دهېواد ساتل دي او زه د خپل اعلی سرقوماندان صلاحیتونه تاسو ته انتقالوم چې تاسو تر وروستۍ دقیقې په عزت قوه استعمال کړئ."

جمهور رئیس غني څرګنده کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل، تجهیر او روزنې لپاره به واضح بین‌المللي تعهد وجود ولري او د مشترکو منافعو خبره ده او د افغانستان او نړۍ د شریکو ګټو پر بنست به مخته ځو.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې له طالبانو سره تر سولې وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د منحلېدو ګنګوسې خپرې شوې وې او په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي یو غړي شیر محمد عباس ستانکزي له لوري ویل شوي و چې د افغان امنیتي ځواکونو له سره جوړېدو ته اړتیا ده، هغه څه چې نوموړي وروسته په رد کړه او د ده له خبرو ناسمه اخیستنه‌یې وبلله.

یادې موضوع په کور دننه د حکومت په ګډون د خلکو غبرګونونه راوپارول.

خو ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ډاډ ورکړ چې د دوی په راتلونکي به هېڅ ډول معامله نه‌کېږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاع وزارت کې د وینا پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دفاع وزارت کې د وینا پر مهال

ښاغلی غني وايي: "زما ژمنه دا ده چې ستاسو د وینې قدر به ولس هېڅکله نه‌هېروي او د امنیتي او دفاعي قواو په راتلونکي باندې به هېڅ ډول معامله نه‌کېږي، هغه پرېکړه‌لیک چې په‌کې د افغانستان هویت او ملي اقتدار مصون نه‌وي د منلو نه‌ده."

ښاغلي غني د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امکاناتو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ او ویې‌ویل، "د دې وطن زړورو بچیانو زرګونه کلونه د افغانستان ویاړلی بیرغ په ټوله نړۍ رپولی دی."

XS
SM
MD
LG