د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۱

محمد اشرف غني: لومړی ټاکنې، بیا سوله!


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د وسله والو طالبانو د مشر له اختریز پيغام وروسته چې په سوله په کې ټینګار شوی، افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې اول باید ټاکنې وشي او وروسته دې د سولې په اړه تصمیم ونیول شي.

په افغانستان کې د انتخاباتي سیالیو په تېزېدو سره د سولې خبرې هم ګرمې شوي دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو نوماند او اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني په پکتیا ولایت کې د خپل انتخاباتي کمپاین د یوې غونډې په ترڅ کې د بېلابېلو ډلو د غوښتنو او نیوکو ته ځواب وايي.

د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دولت ساز ټیم غړي
د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د دولت ساز ټیم غړي

همداشان د ښاغلي غني د خبرو اصلي ټکي سوله او جګړه دي.

محمد اشرف غني که څه هم د طالبانو د مشر اختریز پیغام ته اشاره ونه کړه، خو ویې ویل چې نه غواړي افغانستان پر طالبستان بدل شي.

د هغې اشاره په افغانستان کې د طالبانو راتلونکي رول ته ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې مذاکرات برخلیک ټاکونکي پړاو ته داخلېږي، ښاغلی غني وايي چې د حکومت لومړیتوب اوس مهال انتخابات دي.

ده وویل: خلک سوله غواړي، خو افغانستان غواړو نه طالبستان، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، زموږ د وینې په تویدو پردي جشنونه نیسي، د پردیو لپاره جشنونه نیسئ او افغانانو ته درد او غم ورکوئ، ایا اولادونه مې په طالباني حکومت وویشم؟ نه نه، دا د ټول ملت افغانستان دی، موږ د ویش لپاره نه یوو راغلي.

ښاغلی غني چې د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي سیالۍ لپاره پکتیا ولایت ته تللی و، د سیمې له خلکو سره يې ژمنه وکړه چې د بریا په صورت کې به د دې ولایت خلکو ته سوله راولي.

د دولت جوړوونکي انتخاباتي ټیم مشر په داسې حال کې دا خبره کوي چې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د اتم پړاو خبرو په پای کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دې ناسته کې د پرمختګ خبره کړې ده.

افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

خو دا چې طالبان به کله له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیلوي، تر دې دمه نه ده روښانه.

تازه د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله په خپل اختریز پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی، د افغانستان د شخړي پر سوله ییز حل ټینګار شوی، دا پیغام ظاهراً افغان حکومت ته د سولې د خبرو شین څراغ بلل کېږي.

د طالبانو مشر په خپل تازه پیغام کې له خپلو وسله والو غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي، د لویو عام المنفعه پروژو ساتنه وکړي.

په پیغام کې دغه شان راغلي چې د اسلامي امارت اصلي هدف سوله او پخلاینه ده.

په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر د کوچني اختر په پیغام کې په جګړه ټینګار شوی و او په کې لیکل شوی و چې ژر به اوریند ونه شي.

خو له دې سره سره محمد اشرف غني په ټینګار سره وايي چې که طالبان جګړې ته دوام ورکوي، نو افغان حکومت به يې هم په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندان محمد اشرف غني د خلکو په سترګو کې په خاورو اچولو او تشو ژمنو تورنوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې محمد اشرف غني د نورو نوماندانو لپاره د انتخاباتي مبارزو ډګر محدود کړی دی.

دی زیاتوي: هغه ټول خیانتونه ترسره کړي، هغه باید په ملي خیانت تورن او محاکمه شي، د افغانستان سیاسي اجماع او خلک باید یو شي، له هغه سره د انتخاباتو په لوري تلل تېروتنه ده، ځکه هغه یو سالم سیال نه دی او دې هیلې ته به ونه رسېږي.

له دې ټولو سره سره نیوکې دا دي چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان د خپلو انتخاباتي برنامو د وړاندې کولو پر ځای د یو بل په وړاندې له پېغورونو کار اخلي او تر دې دمه يې د سولې، امنیت او اقتصاد په اړه خلکو سره روښانه ژمنې نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG