د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

مسیر: چې ټاکنې نه کېږي نو ولې خلک پرې بوخت ساتل کېږي؟


د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د سولې په روانه پروسه او د ولسمشریزو ټاکنو په روانو کمپاینونو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

سرخط:

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسمشرۍ نوماندان باید په خپلو کمپایني غونډو کې ملي ارښتونه وپېژنې.

په سرمقاله کې وړاندې د ولسمشرۍ د نوماند سید نور الله جلیلي د تېرې ورځې کمپاینې غونډې ته اشاره شوې چې په پیل کې يې د افغانستان ملي سرود ونه غږول شو.

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې دغه نوماند څه موده وړاندې کله چې د نورو نوماندانو سره یو ځای د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له لوري باورلیک اخیسته، هم د ملي سرود په احترام له خپل ځایه ولاړ نه شو چې دا ملي ارزښتونو ته سپکاوی بلل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې ټول افغانان په تېره د ولسمشرۍ نوماندان مکلف دي چې د هېواد د ملي ګټو او ویاړونو ترڅنګ ملي ارزښتونو ته درناوی وکړي.

مسیر:

مسیر ورځپاڼې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو ته اشاره کړې او لیکلي یې دي، چې ټاکنې نه کېږي نو بیا ولې خلک پرې بوخت ساتل کېږي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ډېر ژر به په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي او د دغه هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پیلېږي او بهرني ځواکونه به د هوکړه لیک له مخې په ټاکلې موده کې له افغانستانه وځي.

ورځپاڼه لیکي، اوس چې د سولې پروسه بریالۍ روانه ده او طالبان هم د ټاکنو مخالف دي او خلک هم د ټاکنو پر ځای سولې ته لومړیتوب ورکوي، نو ولې پر ټاکنو ټینګار کېږي او پیسې پرې لګول کېږي؟

د سرمقالي لیکوال لیکي چې ټاکنې یوازې د حاکم انتخاباتي ټیم غوښتنه ده او نور اړخونه سولې ته لومړیتوب ورکوي.

د سرمقالې لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د خلکو د بېځایه بوخت ساتلو پر ځای دې پر اصلي مسئله چې سوله ده، تمرکز وکړي او د یوې رښتینې سولې لپاره دې د خلکو هڅې همغږي کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په قطر کې د سولې روانو خبرو ته اشاره کړې، خو لیکلي یې دي چې باید په دې برخه کې له پاکستانه ژمنه واخیستل شي، ځکه د سرمقالې د لیکوال په باور، د وسله والو مخالفینو د روزنې مرکزونه په پاکستان کې دي او هر وخت کولای شي چې د افغانانو پر ضد ترې استفاده وکړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې د توافق له کولو وروسته باید امریکا پاکستان اړ کړي چې په خپله خاوره کې د ترورېستانو مرکزونه وتړي.

هشت صبح:

هشت صبح ورځپاڼې بیا د اسد اته ویشتمه د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن ته اشاره کړې، خو لیکلي یې دي چې په بېلابېلو څلورلاور کې د شاه امان الله خان د تصویر ترڅنګ د ولسمشر محمد اشرف غني چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، عکسونه خپاره شوي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا عکسونه د حکومت د اداري امورو له لوري خپرېږي او د شاه امان الله خان د تصویر ترڅنګ د محمد اشرف غني تصویر لګول کمپاین او له حکومتي امکاناتو ګټه اخیستنه بلل کېږي.

د سرمقالې لیکوال وړاندیز کوي چې له حکومتي منابعو باید ټول نوماندان یو ډول ګټه واخلي، خو که یو ټیم ترې استفاده کوي، نو باید د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون يې مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG