د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۹

امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو کمولو ته چمتووالی وښود


آرشیف
آرشیف

د امریکا متحده ایالات چمتو دي چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو په شمېر کې د پام وړ کمی راولي.

امریکايي رسنیو په دې اړه د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د واشنګټن دا اقدام به د دې سبب شي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مستقیمې خبرې پیل کړي.

واشنګټن پوسټ، سي این این ټلویزون او د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د یو احتمالي توافق له مخې به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه نهو زرو یا اتو زرو ته راکم شي.

تر دې مهاله وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره خبرې رد کړي او د لوېدیځ ګوډاګی حکومت یې بولي.

افغان حکومت بیا وسله وال طالبان د پاکستاني استخباراتو نیابتي ملېشې ګڼي چې په وینا یې، افغانستان کې د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي.

سي این این ټلویزیون په خپل راپور کې ویلي چې د سولې د توافق په نورو تدابیرو کې په افغانستان د امریکا په سفارت او نورو ادارو کې د امریکايي پرسونل د کمولو اقدامات هم شامل وي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې له طالبانو سره د سولې د یوې جامع هوکړې نهايي کولو لپاره څلور مسئلې مهمې وبللې.

د بهرنیو ځواکونو وتل، د طالبانو له خوا د دې تضمین ورکول چې له افغانستانه به په نوره نړۍ کې د ترهګریزو بریدونو مخه نیسي، یو سیاسي جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د بین الافغاني خبرو پیل او دایمي اوربند هغه څه دي چې زلمی خلیلزاد یې د سولې په یوه هوکړه کې اساسي مسئلې بولي.

نوموړې وویل، څو چې په دې ټولو توافق نه وي شوی، په هېڅ شي توافق نه شته.

په عین حال کې د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت تأیید کړې چې له طالبانو سره د بین االافغاني خبرو په موخه یې یو ۱۵ کسیز هیئت ټاکلی دی.

زلمي خلیلزاد چې کابل ته له سفر وروسته یې پرون په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر سره کتلي، ټاکل شوې چې راتلونکو ورځو کې په دوحه کې له طالب استازو سره اتم پړاو خبرې پیل کړي.

طالبانو او امریکا دواړو په تېرو پړاوونو کې د سولې په خبرو کې د پرمختګ خبره کړې او اوس زلمي خلیلزاد هیله ښودلې چې که طالبانو خپل کارونه بشپړ کړې وي، نو تمه ده چې په دې پړاو خبرو کې به یوه هوکړه نهايي شي.

XS
SM
MD
LG