د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

زلمی خلیلزاد او شاه محمود قریشي د افغان سولې په اړه غږېدلي


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د سولې د هڅو د بريا په خاطر له امریکا او نورو ښکېلو هېوادونو سره همکار وي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وکتل.

د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد له طالبانو سره د تېر اووم پړاو مذاکراتو په اړه هم خبرې وکړې.

دواړو لوریو پر دې توافق وکړ چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ بین الافغاني خبرې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره مهمې دي.

شاه محمود قریشي همداراز د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې له خلیلزاد سره کتنه یې ګټوره وه او هېواد به یې د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ ته ژمن پاتې شي.

پاکستاني رسنیو د ډيپلوماټيکو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې ښاغلی خلیلزاد دوحې ته تر سفر مخکې له پاکستاني چارواکو سره ځکه ولیدل چې له هغوی وغواړي طالبان دې له افغان حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوي.

افغانستان تل پاکستان تورن کړی چې له طالبانو سره مرسته کوي، خو خلیلزاد وایي چې اوس د پاکستان سیاست بدل شوی.

زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ پاکستان ته تر سفر یو ساعت مخکې آزادي راډیو ته وويل چې که څه هم پاکستان باید د افغانستان د سولې په برخه کې نور ګامونه هم واخلي، خو دی فکر کوي چې د پاکستان په سیاست کې مثبت تغییر راغلی دی.

خلیل‌زاد: عدم اعتماد بزرگترین مانع صلح
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:37 0:00

خلیلزاد افغانستان ته په وروستي سفر کې لس ورځې په کابل کې تېرې کړې.

ده د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې افغانستان ته سفر یې تر ټولو ګټور و.

که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ به د خبرو اتم پړاو څو ورځې دوام وکړي، خو ښاغلی خلیلزاد هیله مند دی چې په دغه پړاو کې به له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم ځینو رسنیو ته ویلي چې دوی تمه لري چې په راتلونکې اوونۍ کې له امریکايي چارواکو سره د جګړې د ختمېدو هوکړه لاسلیک شي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو او اوربنده ډډه کړې، خو ويلي يې دي چې له امريکا سره له توافق وروسته د افغان حکومت په ګډون له ټولو افغان سياسي اړخونو سره خبرې وکړي.

بل خوا د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي، له طالبانو سره د خبرو لپاره يې ۱۵ کسیز پلاوی ټاکلی دی..

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، بین الافغاني ناسته به د ناروې په مرکز اوسلو کې جوړه شي.

XS
SM
MD
LG