د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

جمهوري ریاست د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ۱۰۲ ولایتي کمیشنران منظور کړل


د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ
د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ۱۰۲ ولایتي کمیشنران د جمهوري ریاست له لوري منظور شول.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته څه کم دوه میاشتې وخت پاتې او اوس د ټاکنیزو کمپاینونو په درشل کې ولسمشر غني په یوه تازه اقدام کې ۱۰۲ نوي کميشنران د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون لپاره منظور کړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په درې څلور ورځو کې به په ټولو ولایتونو کې د انتخاباتي شکایتونو کميشنران په خپلو کارونو پيل وکړي.

د دغه کمېسیون کمیشنر قطب الدین رویدار له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل: د ولسمشر له لوري د کمیشنرانو د تقررۍ منظوري راغلې، د جمعې او شنبې په ورځو ورته د ټرېننګ او عامه پوهاوي پروګرام لرو، د راتلونکي اوونۍ په پیل کې به ان شاالله په ټولو ولایتونو کې ولایتي کمیشنرانو ولرو.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې ولسمشر ته یې د یو شمېر زړو کمیشنرانو په ګډون د ۱۱۰ کسانو لېست لېږلی و چې د ۱۰۲ تنو د مقررۍ منظوري راغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ پيل شوې.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې په ولایتونو کې د شکایتونو کمېسیون درالانشاء فعالیت لري او نوماندان، مدني بنسټونه او عام خلک کولای شي چې شکایتونه ورسره ثبت کړي.

په همدې وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم د حکومت له دې اقدامه هرکلی کوي، خو دا کار ډېر ناوخته بولي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل:

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"یو مثبت اقدام دی، په دې سره د شکایتونو کمېسیون تشکیلات په ولایتونو کې بشپړېږي، دغه اداره توانېږي چې له دې وروسته په مستقیمه توګه شکایتونه په ولایتونو کې وڅېړي، خو اقدام یې ناوخته و، نه باید دغه پروسه دومره ځنډول شوې وای."

شااوخوا پنځه ورځې کېږي چې په د جمهوري ریاست د اتلسو کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي سیالۍ روانې دي، خو کمپاینونه پیکه لیدل کېږي.

که څه هم انتخاباتي منډې ترړې پڅې روانې دي، خو د شکایتونو کمېسیون وايي چې له دوی سره د کمپایني سرغړونو په اړه یو شمېر شکایتونه ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG