د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

ویسا: د ورځې تر ۳۰۰ تنه افغان ځوانان په یوه او بل نوم قرباني کېږي


ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په جګړه کې د ملکي تلفاتو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي افغان ولس اوس په یوه او بل نوم د ورځې تر ۳۰۰ تنه ځوانان قربانۍ ته ورکوي.

د لیکوال په باور د جګړې شعارونه او څېرې بدلېږي، خو پای ته رسېدل‌یې ګران دي، یو لامل‌یې همدغه دی چې جګړه پردۍ ده، ترې راوتل اسانه هم نه‌دي.

  • هېواد

د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی په هېڅ صورت د ملکي وګړو وژنې د توجیه کېدو وړ نه‌دي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې چې وسله‌وال مخالفین په ښارونو کې بریدونه کوي چې تر ډېره ملیکانو ته زیان اوړي.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې وسله‌وال په ځينو کلیو او بانډو حاکم دي، کله چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دوی بریدونه کوي، ملکیانو ته په‌کې زیان اوړي.

د سرمقالې په پای کې راغلي تر هغې چې پر افغانانو له بهره د تپل شوې جګړې د دوام لپاره هڅې نه‌وي بندې شوې، نو دا لړۍ به همداسې روانه وي.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي که د ملکي خلکو قتل همداسې دوام پيدا کړي، د سولې د خبرو احتمال کم لیدل کېږي.

د لیکوال په باور د جګړې د ختمېدو لپاره مذاکرات او د ملکي تلفاتو زیاتوالی له یو بل سره متضاد دي، که هره ډله غواړي مذاکرات وکړي لومړی باید وژنې بندې کړي.

  • اصلاح

اصلاح دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقاله کې لیکلي له افغانستان د بهرنیو ځواکونو ژر او غیر مسؤلانه وتل د افغانستان د ثبات په زیان دی.

د لیکوال په باور که د افغان حکومت له همغږۍ پرته بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، دغه هېواد به د بحران خوا ته ولاړ شي او ستونزې به رامنځته کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي د امریکا متحده ایالات باید له افغانستان سره د لاسلیک شوي امنیتي او دفاعي تړون د مفاداتو په نظر کې نیولو سره خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.

  • مسیر

د مسیر ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل، جدیت او اغېز یې.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي افغان حکومت لاهم په دې اړه د معلوماتو پر ځای تحلیل کوي او هغو ګواښونو ته پام نه‌کوي چې له دغه بدلون سره تړلې دي.

د لیکوال په باور په‌کار ده چې د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله جدي وګڼل شي، که ټول ځواکونه هم ونه‌وځي همدا چې د ځواکونو وتل پيل شي، دا به پر افغانستان او حکومت ژور اغېز پرېږدي.

د سرمقالې په پای کې سپارښتنه شوې کله چې د ځواکونو وتل پیلېږي، نو ورسره به اوربند کېږي او بیا به هم جګړه کمېږي چې دا یو بدلون دی او پوره ګټه باید ترې واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG