د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

په سوډان کې ټول ښوونځي تر ناڅرګندې نېټې وتړل شول


د سوډان ملي بیرغ
د سوډان ملي بیرغ

د سوډان چارواکو په دې هېواد کې تر ناڅرګندې نېټې د ټولو ښوونځیو د تړلو امر کړی.

حکومت دا اقدام وروسته له هغې کوي چې په یو لاریون کې د پنځو زده‌کوونکو په وژل کېدو د اعتراض په توګه ګن شمېر نورو زده‌کوونکو پر مظاهرو لاس پورې کړ.

د سې شنبې په ورځ په سلګونه سوډاني زده‌کوونکي په خپل یونیفورم کې د سوډان له بیرغونو سره لارو کوڅو ته راوتلي وو او نارې یې وهلې چې "د یو زده‌کوونکي وژل د یو ملت وژل دي." دوی د هغو پنځو زده‌کوونکو پر وژل کېدو اعتراض کاوه چې د دوشنبې په ورځ په العُبید سیمه کې د یو لاریون پر مهال وژل شوي وو.

د پلازمېنې خارطوم په بېلابېلو برخو سربېره د سوډان په ځینو نورو ښارونو کې هم د ښوونځیو ماشومان ورته مظاهرو ته راوتلي وو.

نیروهای نظامی در شهر خارطوم در سودان
نیروهای نظامی در شهر خارطوم در سودان

په سوډان کې د معترضینو غورځنګ او عیني شاهدان وايي، د دوشنبې په ورځ د ښوونځي پنځه زده‌کوونکي هغه مهال ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول چې په العُبید سیمه کې یې د تېلو او ډوډۍ د کمي پر ضد لاریون کې برخه درلوده. د اعتراض کوونکو په وینا ځیني له دې زده‌کوونکو څخه د نښه ویشتونکو له‌خوا ویشتل شوي دي.

اعتراض کوونکي د چټک ملاتړ د ځواکونو نیمه پوځي سرتېري د ښوونځي پر زده‌کوونکو په ډزو کولو تورنوي.

د سې شنبې په ناوخته د سوډان واکمنې پوځي شورا په ټول هېواد کې د ښوونځیو د تړلو امر وکړ.

د سوډان د دولتي خبري اژانس (سونا) په وینا د ټولو ولایتونو والیانو ته امر شوی چې ټول ښوونځي دې سر له چهارشنبې تر بل امر پورې وتړي.

وروستۍ وژنې تر هغې یوه ورځ مخکې رامنځته کېږي چې ټاکل شوې وه د معترضانو مشران له پوځي جنرالانو سره د ملکي حکومت د بېرته فعالولو پر پاتې اړخونو خبرې وکړي.

دواړه لوري د دې میاشتې په پیل کې د واک د شراکت په یو جوړجاړي سلا شول، خو د معترضانو مشرانو د زده‌کوونکو د وژل کیدو له پېښې وروسته د سوډان د پوځي شورا له چارواکو سره د سې شنبې د ورځې غونډه لغوه کړه.

د معترضانو یو مشر او مرکچي ساتیه الحاج د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د انتقالي پوځي شورا سره‌یې خبرې ځکه ونه‌شوې چې مرکچيان لا هم په العبید کې دي.

د معترضانو یو بل مشر د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې خبرې به بېرته هغه مهال پیل شي چې په کوڅو کې بېرته ارامي شي.

جنرال عبدالفتاح البرهان
جنرال عبدالفتاح البرهان

د سوډان د پوځي شورا مشر جنرال عبدالفتاح البرهان دا وژنې غندلي دي. دولتي تلوېزیون د نوموړي له خولې ویلي چې د سوله‌ییزو ملکیانو وژل د نه‌منلو جنایت دی چې باید له عاملینو سره‌یې حساب وشي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې پر سوډاني چارواکو غږ کړی چې د دې پنځو زده‌کوونکو د وژنې په اړه دې سمدستي څېړنې وکړي او عاملینو سره دې حساب وشي.

سوډاني چارواکو همدارنګه له دې وژنو وروسته په څلورو ښارونو کې د شپې له‌خوا ګرځ‌بندیز هم لګولی دی.

په سوډان کې وروستۍ ناکرارۍ د دې هېواد د اوږدې مودې د واکمن عمر البشیر په ضد له اعتراضونو راپیل شوې او کله چې نوموړی له واکه لیرې او ځای یې پوځي انتقالي شورا ونیوه، نو معترضانو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

د جولای په ۱۷مه نېټه د اعتراض کوونکو او د واکمنې پوځي شورا ترمنځ د واک د شراکت په یو نوي جوړښت توافق وشو. د دې توافق له مخې به په واکمنه انتقالي شورا کې شپږ ملکیان او پنځه پوځي جنرالان غړیتوب ولري.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG