د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

هېواد: د ټاکنو په مخ کې درېدل، د دښمن په ګټه درېدل دي


کابل چاپ نننیو نږدې ټولو ورځپاڼو د جمهوري ریاست د انتخاباتي کمپاینونو او څرنګوالي په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړي دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، ټاکنې او اندېښنې!

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، د جمهوري ریاست د ټاکنو د کمپاینونو له پیلېدو سره مل، د کاندیدانو شورا د ټاکنو د تحریم ګواښ کړی او د دغه ګواښ لامل یې د ولسمشر غني غیر قانوني کړنې بللي دي.

د سرمقالې د لېکوال په بارو، د کاندیدانو دغو ګواښونو او روانو نا امنیو ته په کتو تراوسه لا معلومه نه ده چې واقعاً ټاکنې کېږي که څنګه؟ ځکه طالبان هم د ټاکنو له روان بهیر سره مخالف دي او په هېڅ صورت یې ملاتړ نه کوي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې د ټاکنو لپاره هېڅ شرایط برابر نه دي او په وینا یې چې د ټاکنیزو کمپاینونو په لومړۍ ورځ د زرغون بهیر پر دفتر برید د دې ښودنه کوي چې د ټاکنو لپاره آن په پلازمېنه کابل کې هم شرایط برابر نه دي.

ماندګار:

ماندګار ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې د جمهوري ریاست انتخاباتو کمپاینونو په اړه لیکلي، د ولسمشرۍ د نوماندانو ترمنځ د کمپاینونو نن درېيمه ورځ ده، خو په کابل ښار کې د دې کمپاینونو بڼه پيکه ده.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په تېرو دورو کې ولسمشرۍ ته نوماندانو خپل بنرونه د ښار په ګوټ ګوټ کې نښلول، د موټرو کاروانونه به یې سړکونو ته راویستل او خپل کمپاین به ېې کاوه، خو اوس یوازې د کابل ښار په څو سړکونو کې د ګوتو په شمېر د څو نوماندانو تصویرونه نښلول شوي دي.

د سرمقالې د لیکوال په باور، نا امنیي او د انتخاباتي ټيمونو ترمنځ د نظرونو اختلاف د دي سبب شوي چې د کمپانونو بڼه پیکه وي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، ولسمشریزې ټاکنې هرو مرو په خپل وخت کې کېږي، د دې لپاره هم بودجه ځانګړې شوې او هم دا ملي او نړیواله غوښتنه ده چې باید ولسمشریزې ټاکنې وشي.

خو د سرمقالې د لیکوال په بارو، دښمن هڅه کوي چې انتخابات بیا هم وځنډوي او په وینا یې چې د ولسمشرۍ لپاره د کاندیدانو شورا د ولسمشریزو انتخاباتو د تحریمولو ګواښ د همدغه لمسون پر نبست دی.

د سرمقالې لیکوال دغو کاندیدانو ته په اشارې لیکي، دا کسان په اصل کې ملت ته ښه پلانونه او طرحې نه لري.

د سرمقالې په پای کې راغلي، ملت په ټاکنو کې برخه اخلي او ولسمشریزې ټاکنې به په خپل وخت وشي، خو په وینا یې چې د ټاکنو په مخ کې درېدل، د دښمن پرګټه درېدنه ده.

ویسا:

ویسا ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي، د کاذبو غوغاوو په اوج کې تر ډېره د انتخاباتو د شفافیت موضوع ډېره مهمه ده.

د سرمقالې د لیکوال په باور، یوه خو هغه درغلي ده چې د انتخاباتو په ورځ کېږي، بله خبره هغه شتمني ده چې نوماندان یې د انتخاباتي کمپاین پرمهال لګوي.

د سرمقالې لیکوال د دغو مسایلو ترڅنګ همدارنګه سپارښتنه کړې چې د انتخاباتي مبارزو په دوران کې باید یو د بل پر وړاندې نا مهذبه ژبه ونه کاروي، البته انتقاد د هر چا حق دی، خو له نامعقول انتقاد، کنځلو او سپکو سپورو باید ډډه وشي.

XS
SM
MD
LG