د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

مېل: سوله راروانه ده


مېل:

مېل ورځپاڼې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کمپاین پر پیلېدو لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو رسمي کمپاین د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې پیل شو چې سوله راروانه ده او له طالبانو سره به خبرې وشي.

ورځپاڼې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني او د هغه د کاندید مرستیالانو عکسونه خپاره کړي او لیکلي یې دي چې ولسمشر غني هیله لري چې ۱۷ نورو کاندیدانو ته به ماتې ورکړي او د سپټمبر د ۲۸مې یا د میزان د ۶مې په انتخاباتو کې به یو وار بیا بریالی شي.

ده د خپل انتخاباتي کمپاین په پیل کې وویل: سوله راتلونکې ده او خبرې به وشي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د سولې لپاره د دولت په چارو کې د سولې وزیر عبدالسلام رحیمي ویلي وو چې په دوو اوونیو کې به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي، خو طالبانو سمدستي وویل چې تر هغو د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي چې بهرني پوځیان له افغانستانه وتلي نه وي.

وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه ټوېټ کې ولیکل چې بین الافغاني خبرې به وروسته له دې وشي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقې نهايي شي.

مېل ورځپاڼه د طالبانو له لوري د ناامنۍ ترڅنګ د جرمونو زیاتوالی، کمزوری اقتصاد، بې روزګاري او کمزورې زېربنا د افغانستان لویې ستونزې بللي دي.

دا ورځپاڼه لیکي چې افغان رأیې ورکوونکي د شفافو انتخاباتو هیله لري او په عین حال کې پر رأیې ورکوونکو د حملې اندېښنه لري.

خو ولسمشر غني وویل چې سوله راتلونکې ده.

بلومبرګ:

بلومبرګ خپرونې هم د افغانستان د سولې په اړه لیکنه خپره کړې ده.

دې خپرونې ته د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سهیل شاهین ویلي چې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د سولې موافقه نږدې شوې ده.

د شاهین په وینا، که امریکایان منطقي او د قناعت وړ وړاندیزونه وکړي، د سولې موافقه به ژر لاسلیک شي.

شاهین په عین حال کې سوله نږدې بللې ده.

د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره چې غالباً د امریکا او طالبانو ترمنځ له خبرو وروسته به وشي، د یوه ۱۵ کسیز پلاوي د جوړولو کار وروستیو پړاوونو ته رسولی دی.

بلومبرګ د افغانستان د سولې د خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو څرګندونو ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې نوموړي د پنجشنبې په ورځ فاکس نیوز ته په مرکه کې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د سولې په خبرو کې به حقیقي پرمختګ وشي او تر سپټمبر میاشتې پورې به موافقه وشي.

تر دې مخکې هم ځینو امریکايي چارواکو اټکل کړی چې د سپټمبر تر لومړۍ پورې به له طالبانو سره سوله وشي.

سپټمبر هغه میاشت ده چې په شپږویشتمه یې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات کېږي.

XS
SM
MD
LG