د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي کمپاین پيل شو


د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د لېست یو انځور
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د لېست یو انځور

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د اتلسو کاندیدانو ترمنځ انتخاباتي کمپاین پيل شو.

محمد اشرف غني له خپلو مرستیالانو امرالله صالح او سرور دانش او د خپل یوه ملاتړي ملګري محمد یوسف غضنفر سره د "دولت جوړونکي" په شعار سره د انتخاباتي سیالیو ډګر ته راووت.

ښاغلی غني چې د میزان د شپږمې په انتخاباتو کې په خپل بریالیتوب باوري دی، وايي چې د کامیابۍ په صورت کې به چاته امتیاز ور نه کړي.

ارشیف، د محمد اشرف غني د انتخاباتي ټيم یو انځور
ارشیف، د محمد اشرف غني د انتخاباتي ټيم یو انځور

ده وویل: دا یوازی کمپاین نه دی پيل شوی، دا هغه څه دي چې په کې د افغانستان اساسي قانوني علمي کېږي، میلیونونه ځله یې وویل چې انتخابات نه کېږي، خو زه وایم چې کېږي، دا ګز او میدان، راځئ که بریالی شوې مبارکي درته وایم، خو زه باوري یم چې په پاکو رأیو به بریالی کېږم، بیا کوڅو ته مه راوځئ او مه وایئ چې زه ګواښ کوم، دولت ساز ټیم به هېڅ چاته امتیاز ور نه کړي.

ښاغلي غني دغه شان وویل، د بریالیتوب په صورت کې به په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو بېلابېلو برخو کې ګټور ګامونه واخلي.

د انتخاباتي کمپاین په لومړۍ ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټیم هم د سیالیو ډګر ته راووت.

ښاغلي عبدالله د خپل لومړي مرستیال عنایت الله بابر فرهمند او دوهم مرستیال اسدالله سعادتي سربېره خپل اجرائیه رئیس هم معرفي کړ.

نوموړی د میزان د شپږمې نېتې په انتخاباتو کې ځان بریالی ګڼي او وايي، له بریالیتوب سره سم به د انوارالحق احدي په رهبرۍ اجرائیه ریاست رامنځته کړي.

خو هغه څه چې عبدالله یې سر له اوسه اندېښمن کړی، هغه په انتخاباتو کې درغلۍ دی.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم یو انځور
د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټيم یو انځور

ده وویل: ان شاالله پیاوړي او متحد به را څرګندېږو، په خپل منځ کې توپير ته مه قایلېږئ، ټول په انتخاباتو کې ګډون وکړئ، ان شاالله موږ به بریالي کېږو، هغوی چې یو ځل بیا د تقلب او درغلیو خوب ویني، خوب به یې باطل شي او ان شالله د افغانستان د خلکو اراده به بریالۍ کېږي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدان په دې باور دي چې ممکن د سولې مذاکرات انتخابات تر خپل سیوري لاندې راولي.

د دغو کاندیدانو له ډلې عنایت الله حفیظ وايي، په همدې دلیل په مجللو هوټلونو کې د انتخاباتي مبارزو لپاره هېڅ پروګرام نه لري.

نوموړی د انتخاباتي سیالیو په لومړۍ ورځ له خپل انتخاباتي ټیم سره د کابل په لوېدیځ کې د واټونو پاکولو ته ووت.

دی زیاتوي: زما باور دا دی او لومړی هم پروګرام دا و چې د ښار په کچه هېڅ عکس بند نه شي او په مجللو هوټلونو کې هېڅ پروګرام جوړ نه شي، زموږ برنامه یوازې خدماتي وه چې خپل کار مو پیل کړ، موږ په انتخاباتو باور لرو او خپله مبارزه کوو.

د جمهوري ریاست یو شمېر نورو کاندیدانو بیا تر اوسه یوازې د عکسونو په نصبولو اکتفا کړې او ټاکل شوې چې په راتلونکو څو وروځو کې ځیني کاندیدان په غونډو کې انتخاباتي سیالۍ وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره انتخاباتي سیالۍ نن یکشنبه پيل شوې او ټاکل شوې چې دوه میاشتې دوام وکړي.

له هغې وروسته به د ۴۸ ساعتونو لپاره د سکوت دوره پيلېږي او بیا به د میزان په شپږمه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.

XS
SM
MD
LG