د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

د ولسمشریزو نوماندانو شورا د ولسمشریزو انتخاباتو د تحریمولو ګواښ وکړ


د ولسمشریزو نوماندانو شورا 
د ولسمشریزو نوماندانو شورا 

د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا د ولسمشریزو انتخاباتو د تحریمولو کګواښ وکړ.

د دغې شورا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې هغه وړاندیزونه چې دغې شورا د عادلانه، پاکو او باوري انتخاباتو لپاره حکومت، انتخاباتي کمېسیونونو او نړیوالې ټولنې ته کړي وو، په پام کې نه دي نیول شوي.

همداشان په اعلامیه کې راغلي چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې غیر شفافې ګمارنې، د حاکم ټيم له خواله دولتي امکاناتو استفاده، د حاکمو کاندیدانو له خوا د ملي ټلویزیون په لاس کې نیول، د هغو دولتي کارکوونکو تهدیدول چې د غیر حاکمو کاندیدانو پلویان دي او داسې نور موارد د دغې شورا د پرېکون او او د انتخاباتو د تحریم سببونه ګڼل کېږي.

د دغې شورا د اعلامیې په پای کې راغلي چې که چېرته حاکم ټیم تر یوې اوونۍ پورې دغو ستونزو ته رسېدنه ونه کړي، انتخابات به د دغې شورا له خوا تحریم شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن یکشنبه د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د انتخاباتي مبارزو د پیل لومړۍ ورځ پیل شوه.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره کېږي چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ورته۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

XS
SM
MD
LG