د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د کورنیو چارو وزارت: د انتخاباتو کاندیدانو او مرستیالانو ته زرهې موټرې وېشل شوي


د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو یو انځور
د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو یو انځور

د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو او مرستیالانو د امنیت لپاره نږدې پنځوس زرهې موټرې او نهه سوه پولیس د دوی په واک کې ورکړل شوي دي.

د انتخاباتي سیالیو د پیل لپاره تر یوې ورځې کم وخت پاتې دی او ټاکل شوې چې د ولسمشریزو انتخاباتو اتلس نوماندان د خپلو انتخاباتي مبارزو په پیل سره د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره سیالي وکړي.

خو هغه څه چې مهم دي، د دغو انتخاباتو د نوماندانو د امنیت ټینګښت دی.

د افغانستان د اساسي قانون د یوشپېتمې مادې د شپږم بند له مخې، که د دغو نوماندانو له ډلې هر یو یې د رأیې ورکولو د لومړۍ یا دوهمې دورې او یا هم له انتخاباتو وروسته یا د پایلو تر اعلان مخکې وفات شي، مجدد انتخابات به ترسره کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د هر نوماند او دوو مرستیالانو د امنیت د ټینګښت لپاره یې درې زرې موټر ورکړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغو موټرو د وېش تر څنګ ځانګړي امنیتي تدابیر هم نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

ده وویل: موږ ورته موټرې وېشلي دي، هر نوماند ته یو زرهې لندکروزر او یو هایلکس وېشل شوي، البته دا یې د مرستیالانو لپاره هم دي، دغه شان د نوماندانو لپاره ۹۰۰ ساتونکي هم توظیف شوي دي.

خو یو شمېر نوماندانو تر دې دمه د دغو موټرو له اخیستلو ډډه کړې ده.

شهاب حکیمي وايي، د زرهې موټرو له یوه داسې شرکت سره تړون شوی چې چلوونکي یې د استخباراتي بنسټونو له فلتره تېر شوي نه دي.

خو د کورنیو چارو وزارت دا خبرې ناسمې بولي او وایي چې د دغو موټرو ټول چلوونکي د کشفي او استخباراتي بنسټونو له ذره بینه تېر شوي دي.

ښاغلی حکیمي د امنیتي محافظینو رسېدل او ځيني تدابیر مني او وایي: تر نننه مو په پشپړ ډول څه نه دي اخیستي، خو پیل کړي یې دي چې تر دې دمه یې پنځلس سرتېري راستولي دي، وایي چې شل نور کسان هم راستوي او بل دا چې زموږ د کور شااوخوا یې د امنیتي استحکاماتو له اړخه ورته تدابیر نیولي دي.

په دې ډله کې داسې نوماندان هم شته چې نه غواړي د کورنیو چارو وزارت ساتونکي یې امنیت ونیسي.

حکیم تورسن وایي، د هغه د انتخاباتي ټیم وړاندیز دا دی، هغه کسان چې دی یې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ته ورپېژني، د محافظینو په توګه ورته اسانیاوې ورکړل شي.

خو ښاغلي تورسن د مرمۍ ضد موټر تر لاسه کړي دي.

ده وویل: تر دې دمه یوازې دوه عرادې موټر راکړل شوي او د پاتې نورو ژمنه هم شوې چې ښایي نن یا سبا راکړل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نوماندانو ترمنځ سیالۍ د یکشنبې په ورځ د اسد د میاشتې په شپږمه نېټه پیل شي.

تر دې وړاندې یو شمېر انتخاباتي ټیمونو اندېښنه ښودلې وه چې د امنیت د نشتوالي له امله نشي کولای چې د افغانستان ټولو سیمو ته خپل انتخاباتي پلانونه ورسوي.

خو د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتي سیالیو لپاره د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د کاندیدانو د امنیت د خوندیتوب په موضوع جدي ټینګار کوي او وايي چې که دې موضوع ته سمه پاملرنه ونشي، ستونزې به رامنځته شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ فیفا اجرائیه مشر یوسف رشید

د دغه بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وایي: که د رأیې ورکولو له پړاو وړاندې قتل ترسره شي، د دې لپاره چې انتخابات تر دې دمه پیل شوي نه دي، دومره جدي نه دی، خو د رأیې ورکولو په ورځ او تر هغه وروسته دا مسئله جدي کېږي او ټول مسایل یې باید له سره پیل شي.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د میزان د میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شي.
پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وایي، حکومت باید امنیت جدي ونیسي، ځکه د دوی په باور، دا مهال د انتخاباتو د پروسې پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د امنیت نشتوالی دی.

XS
SM
MD
LG