د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

مسیر: پاکستاني چارواکي امریکا ته، په افغان سوله کې څه کولای شي؟


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو امریکا ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د سفر په اړه او دا چې دا سفر به پر افغان سوله څه اغېز ولري مقالې او تبصرې خپرې کړې دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستاني چارواکي امریکا ته، په افغان سوله کې څه کولای شي؟

وړاندې په سرمقاله کې راغلي دي چې ټاکل شوې نن د پاکستان صدراعظم عمران خان له امریکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د دواړو اړخونو د خبرو اصلي موضوع د افغانستان سوله ده او ویل کېږي چې پاکستاني چارواکي ورغلي، څو په‌دې اړه د امریکايي چارواکو هدایات واوري.

سرمقاله لیکونکی باور لري چې که څه هم په افغان سوله کې د پاکستان له رول څخه امریکا راضي ښکاري او دغه هېواد ته شنه څراغونه ورکړل شوي، خو لیکوال لیکلي ښکاري داسې چې امریکا به پر پاکستان فشارونه لازیات کړي، څو دغه هېواد پر طالبانو د امریکا غوښتنې ومني.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې هم همدې مسئلې ته په اشارې سره لیکلي دي چې پاکستان ګټه کوي افغانستان هم باید یو څه ترلاسه کړي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي پاکستان دعوه لري چې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې اترې د دوی په هلو ځلو پیل شوي او همدا لامل دی چې امریکا یو وار بیا دې هېواد ته شنه چراغونه ورکړل، د پلوڅ بېلتون پاله ډله‌يې په تور لېست کې شامله کړه او پاکستان ته‌يې نورې مرستې هم ورکړې.

خو سرمقاله لیکونکی لیکي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې تر دې دمه افغانستان هېڅ ګټه نه‌ده کړې.

لیکوال باور لري چې پاکستان یو وار بیا هڅه کوي چې د افغانستان چارې دې دوی ته وسپاري، خو د سرمقالې لیکوال لیکي چې نړۍ یو وار دا تېروتنه کړې او دوباره تکرار به‌يې نه د افغانستان او نه هم د نړۍ د امنیت لپاره په ګټه وي.

ورځپاڼه لیکي:

که د پاکستان او امریکا ترمنځ هر ډول خپل‌منځي توافقات کېږي دا د دواړو هېوادونو پورې اړه لري، خو که د افغانستان د سولې په اړه سره توافقات کوي، نو اړینه ده چې افغان حکومت هم باید په‌دې مسایلو کې ورګډ کړای شي.

  • ملي ارمان

او ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې افغانان هیله لري چې په دې سفر کې پاکستان د افغانستان د سولې په اړه خپل سیاست واضح کړي.

ورځپاڼه لیکي:

دوی باور لري چې امریکا پر پاکستان د فشار په زیاتولو سره کولای شي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر کړي.

سرمقاله لیکونکی که څه هم ویل کېږي چې په وروستیو کې پاکستان د افغان سولې په اړه په خپل سیاست کې تغییر راوستی، خو دغه تغییر تر دې دمه په عمل کې نه‌دی ثابت شوی.

د سرمقالې لیکوال په پای کې وړاندیز کوي چې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه یوازې د افغانانو کار نه‌دی او نه هم دغه جګړه د افغانستان ده، نو په‌کار ده چې د پاکستان په ګډون د سیمې ټول هېوادونه د افغان سولې لپاره هڅې وکړي، څو په افغانستان کې د سولې په راتګ سره ټوله سیمه د ترهګرۍ له خطره خوندي شي.

XS
SM
MD
LG