د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

ملګري ملتونه: د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوو چې ټولو ته د منلو وي


امنه محمد
امنه محمد

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په افغانستان کې د سولې له هغې هوکړې ملاتړ کوي چې ټولو ته د منلو وي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، د سولې په روانو بحثونو کې باید هغه کسان ګډون وکړي چې د افغانانو له حقونو په رښتیني توګه دفاع وکړي.

د دغه سازمان د عمومي سرمنشي مرستیالې امنې محمد د یکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې دوی د سولې د هغې پروسې ملاتړ کوي چې ټولو افغانانو ته د منلو او په‌کې د ښځو حقونه خوندي وي: "کله چې د سولې په اړه يوه تګ‌لاره ټاکل کېږي، د خلکو د استازو سهم په‌کې د اندېښنې وړ دی، بله دا چې د خلکو استازي هلته په کومو هلته بحث کوي، تاسو د مسکو او دوحې ناستو ته وګورئ او دا لړۍ به روانه وي، زما په نظر په دغه بهیر کې د خلکو رښتینی استازیتوب مهم دی، دا هم باید هېر نه‌کړو چې دغه بهیر د ښځو له مرکزي ګډون پرته نتیجه نه‌شي لرلای."

د ملګرو ملتونو څلور کسیز پلاوی په دوه ورځني سفر کابل ته راغلی و او د دغه سفر په لړ کې یې د ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او يو شمېر نورو افغان چارواکو سره د سولې، بشري حقونو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې او بامیانو ولایت ته‌یې هم سفر درلود.

امنې محمد د سولې او انتخاباتو په تړاو دې پوښتنې ته چې تاسو ته کوم يو لومړیتوب لري، داسې ځواب ورکړ: "که موږ د تل‌پاتي عدالت او سولې ټینګښټ غواړو نو موږ د دې چارې لپاره وخت ته اړتیا لرو او دغه بهیر باید ټولمنلی وي، انتخابات بل بحث دی چې په سپټمبر کې دی، زما له انده دا دوه هغه موضوعات دي چې په یو مسیر کې پاید تعقیب شي."

دا په‌داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس له خبریالانو سره د وروستیو سیاسي معلوماتو د شریکولو په ناسته کې ویلي چې که څه هم انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته سوله لومړیتوب لري.

په‌دې وروستیو کې په دوحه کې د افغان سیاسیونو او د طالبانو د غړو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرې وشوې چې حکومت او خلک‌یې تر یو بریده هیله‌مند کړي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د شنبې په ورځ د کابل ښار په ملي سمپوزیم کې د وینا پر مهال وویل چې سوله د افغانانو بنسټيزه اړتیا ده او حکومت د سولې د ټینګښت لپاره کلکه اراده لري.

XS
SM
MD
LG