د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

د افغانستان افتخاري تابعیت اخیستونکی البرتو کایرو: افغانستان مې خپل دی


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اېټالیا اصلي اوسېدونکي البرتو کایرو ته د افغانستان د افتخاري تابعیت د ورکړې په حال کې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اېټالیا اصلي اوسېدونکي البرتو کایرو ته د افغانستان د افتخاري تابعیت د ورکړې په حال کې

د افغانستان افتخاري تابعیت اخیستونکی البرتو کایرو چې په اصل کې د اېټالیې اوسېدونکی دی، افغانستان خپل کور بولي او د افغانستان افتخاري تابعیت د ځان لپاره ویاړ ګڼي.

۶۶ کلن البرتو کایرو نږدې ۳۰ کاله په افغانستان کې د جنګ د قربانیانو په خدمت کې تېر کړي او اوس اوس په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فیزوتراپي د برخې مشر دی.

البرتو کایرو چې په اصل کې مدافع وکیل دی، ۴۰ کاله کېږي چې د خپلې رشتې خلاف د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فیزوتراپيسټ په توګه کار کوي.

ده د خپل ژوند په نیم عمر کې ناهیلو زړونو ته هیلې او پرېوتو خلکو ته ځواک ورکړی چې له همدې امله تېره ورځ افغان حکومت ورته د افغانستان د افتخاري تابعیت منظوري ورکړه.

په افغانستان کې د جنګ د قربانیانو دغه خدمتګار په دې اړه وایي: زه ډېر خوښ یم چې ښاغلي ولسمشر راته د افغانستان تابعیت راکړ، په دې خاطر چې تقریباً ۳۰ کاله کېږي چې په دې وطن کې اوسم، فکر کوم چې دا وطن مې خپل دی، ډېر خوښ یم.

اخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په دې اړه په یوه ویډیويي پیغام کې چې رسنیو ته هم استول شوی، ویلي چې د ویاړ ځای دی چې ښاغلي کایرو ته د افغانستان افتخاري تابعیت وړاندې کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ده وویل: ښاغلي کایرو د چارمغز د ونې په څېر د یوې لویې ونې تخم وکاره چې د ۲۸ کلونو په تېرېدو سره ځواکمنه ونه شوه، اوس یې د عمل په برخه کې نور کار د افغان حکومت او خلکو دنده او مسؤلیت دی.

ښاغلی البرتو کایرو په خپل کاري چاپېریال کې د خپلې مهربانۍ او ښه خوی له امله د یوې نمونې په توګه یادېږي او د خپلو همکارانو او معلولو افغانانو په زړونو کې یې ځای موندلی دی.

په کابل کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د فیزوتراپي د روغتون یو ډاکتر شکرالله ځیرک یې په اړه وایي: له کله چې له ده سره کار کوم او هغه خواخوږي او بشردوستي چې له افغانانو سره زه د ده وینم، نو سړی دېته هڅوي چې مونږ د افغانانو په توګه باید د معلولینو په وړاندې ډېر کار کړی وای او ګام په ګام باید لا وړاندې تللي وای.

سږ کال نه یوازې دی بلکې تر دې وړاندې د روان ۱۳۹۸ لمریز کال په لومړیو کې د جاپان تابعيت لرونکي ډاکتر ناکامورا ته چې په ختیځ کې د جاپان د خيریه موسسې مشري کوي او له ۲۰۰۳ کال راهيسې یې د هېواد په ځينو ختېځو ولسوالیو کې د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د پام وړ پروژې بشپړې کړي، د افغان حکومت له‌خوا ورته افغاني تابعيت منظور شوی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې پېژندل شوې لرغونپوهې نانسي اېچ دوپري ته هم د هغو خدمتونو له امله چې افغانستان ته یې کړي، د افغانستان د تابعیت حق ورکړل شوی و.

نامتو لرغونپوهه نانسي دوپري
نامتو لرغونپوهه نانسي دوپري

هغه په ۱۹۲۲ میلادي کال کې د هند په کېرالا ایالت کې زېږېدلې وه، مور او پلار یې امریکایان وو او تقریباً پنځه لسیزي ېې د افغانستان د کلتوري او فرهنګي میراثونو د خوندي کولو لپاره کار وکړ.

نوموړې وړم کال د ۸۹ کالو په عمر د کابل په یوه روغتون کې مړه شوه.

XS
SM
MD
LG