د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

باصلاحیته دولتي بستونو کې د مېرمنو ګمارنې او د تاوتریخوالي د راکمولو هیلې


د افغانستان د ښځو چارو وزارت په مهمو او سیاسي دولتي بستونو کې د ښځو ګمارنو ته خوشبینه دی.

په مهمو او باصلاحیته دولتي بستونو کې د افغان ښځو وروستیو ګمارنو د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو په اړه خوشبیني زیاته کړې ده.

د ښځو چارو وزارت ویاندې رویا دادرس د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې که په لوړو دولتي بستونو کې د ښځو د ګمارنې لړۍ همداسې دوام ومومي، د افغان ښځو د ژوند وضعیت بدلولای شي.

نوموړې وايي: "له ښځو ملاتړ د دې معنا لري چې ښځې د کار پیاوړتیا لري، زموږ ستونزه دا وه چې تر دې دمه مو سیاسي ملاتړ نه درلود، په ټيټه کچه د ښځو کار کول د دې لامل ګرځي چې تاوتریخوالی زیات شي، که ښځې په لوړو حکومتي څوکیو کې ونډه ولري، دا به د دې لامل شي چې د افغان ښځو پر وړاندې زور زیاتی هم راکم کړي."

تازه د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مشرې په توګه شهرزاد اکبر او یوه ميرمن د دغه کميسیون د کميشنرې په توګه وټاکل شول.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال شاوخوا 15 سلنه ښځې په دولتي، سیاسي او کلیدي بستونو کې خو ۲۷ سلنه په ملکي خدماتو کې په کار بوختې دي.

تر دې وړاندې د افغانستان د اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمېسیون ویلي و چې د روان کال تر پایه په ملکي خدماتو کې د ښځو ونډه د ۲۷.۳۳ سلنې نه تر ۳۰ سلنې پورې ورسوي، هغه څه چې ولسمشر غني په بروکسل غونډه کې هم ژمنه کړې وه.

د افغان حکومت په کابینه کې یوه وزیر، درې سرپرستې وزیرانې، له شپږو زیاتې د وزراتونو مرستیالانې او دوه والیانې دندې لري.

خو یو شمېر ښځې وایي، که څه هم د ښځو په اړه او دوی ته په‌دې وروستیو کې د حکومت له لوري پاملرنه د ستایلو ده، خو دا ګمارنې باید سمبولیکه بڼه ونه‌لري، بلکې صلاحیت هم ورکړل شي.

د ښځو چارو فعاله شکریه جلالزۍ وایي، ډېری ګمارنې د اړیکو پر اساس کېږي نه د لیاقت پر اساس:"کار اهل کار ته سپارل مهم دي، هغه څوکۍ چې د افغانستان په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت کې اغېزمنې وي، باید وړ کسانې او پیاوړې ښځې ورته وګمارل شي، خو له بده‌مرغه چې ډېری ګمارنې د اړیکو پر اساس شوي دي نه د پیاوړتیا پر اساس."

مېرمن جلالزۍ انتقاد کوي او وایي چې حکومت یو شمېر محدودې مېرمنې له یوې څوکۍ بلې ته په کار ګماري، حال دا چې د دې په خبره اوس تر بل هر وخت د باسواده او پیاوړېو میرمنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې باید ونډه ورکړل شي.

په ورته وخت کې بله فعاله مېرمن لیلا جعفري بیا وایي چې که ښځې په خپلو مسلکي او د وړتیا وړ دندو وګمارل شي، نو د خلکو او ټولنې باور به پر ښځو زیات شي او راتلونکي کې به د ښځو د رهبرۍ کچه لوړه شي: "په یو شمېر بستونو کې ښځې د خپل مسلک او زده‌کړو خلاف ګمارل کېږي، خو که دوی په مهمو او اصلي دندو وګمارل شي، ټولنه او خلک به د ښځو پر پیاوړتیا باوري شي او ددې لامل به وګرځي چې راتلونکي کې نورو ښځو ته د پرمختګ او مدیریت زمینه برابره کړي."

د ملي یووالي حکومت په پنځه کلنه دوره کې له ژمنه شویو ۳۰ سلنو ۱۵ سلنه ښځې په دولتي او مهمو بستونو کې ونډه لري چې د نیمايي نورې سلنې پوره کېدو ته اړتیا ده چې باید تر ۲۰۲۰ میلادي کاله په دولتي ادارو کې په دندو وګمارل شي.

XS
SM
MD
LG