د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

ولسمشر غني: د سولې احتمالي هوکړه، پر ولسمشریزو ټاکنو اغېز نه‌لري


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هغه سوله چې د افغانستان د ولسمشرۍ پر انتخاباتو به اغېز ولري، هغه به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله وي، نه د امریکا او طالبانو ترمنځ سوله.

نوموړي د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ترکیې د «ټي.ار.ټي» نړیوالې شبکې سره په یوې مرکې کې وویل، د امریکا او نورو مذاکره کوونکو سره یې په‌دې توافق کړی چې له طالبانو سره تر انتخاباتو مخکې پر ابتدايي سوله یا د سولې پر یو کاري چوکاټ توافق وکړي.

په‌دې مرکه کې چې د ارګ پر رسمي فیسبوک پاڼه خپره شوې، ښاغلي غني زیاته کړې: "انتخابات مهم دي. ځکه انتخابات د اساسي قانوني له مخې یوه حتمي پروسه ده او د افغانستان راتلونکی ولسمشر هغه که زه وم که بل څوک باید د سولې لپاره واک ولري، ځکه سوله سختې پریکړې، سختې چانې وهل غواړي او باید وکولی شي چې بېرته یې د افغانستان پر خلکو ومني."

ولسمشرغني په‌دې مرکه کې د مؤقت حکومت اوازې بې معنا وبللې.

نوموړي همدارنګه د طالبانو سره د سولې د چوکاټ په اړه وویل چې د دې ډلې امارت د افغانستان خلکو منلی نه و بلکې په زور پرې تحمیل شوی و او د ښاغلي غني په وینا سوله باید د جمهوریت په چوکاټ کې وي نه د امارت.

له «ټي.ار.ټي» شبکې سره په‌دې مرکه کې ولسمشر اشرف غني په دوو پړاوونو کې د سولې پر هوکړه ټینګار وکړ.

هغه وویل هیله‌مند دی چې ابتدايي توافق تر انتخاباتو مخکې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې وشي. ورپسې به د نوموړي په وینا جامع هوکړه کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په نتیجه کې به ترلاسه کېږي او ورپسې به عملي کېږي.

د ولسمشر اشرف غني په وینا هر ډول سوله چې کېږي باید د افغانستان خلک یې د ملي شورا، لویې جرګې او یا ټول‌پوښتنې له لارې تأیید کړي.

امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکټر احمد ویس وردګ وايي، د ولسمشر غني دا خبره چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه به پر انتخاباتو اغېز ونه‌کړي، هغه څه دي چې افغان حکومت یې غواړي.

خو د نوموړي په وینا په اعلان شوي وخت کې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات کول یا ځنډول لا هم د سولې په روانو بحثونو کې یوه ناحل شوې موضوع ده.

امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکټر احمد ویس وردګ
امریکا کې د هارټفورډ پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکټر احمد ویس وردګ

د ویس وردګ په وینا دا هم مهمه ده چې په افغانستان کې په کوم کیفیت انتخابات کېږي؟ نوموړي په تېرو انتخاباتو کې شتو ستونزو، درغلیو او سرغړاویو ته په اشارې وویل:"ډېرو خلکو خپله رایه نه‌شوه ورکولی، هغوی چې رای ورکړې هغه حساب شوې نه‌دي. په انتخاباتو کې فساد او تقلب وجود درلود. دې ستونزو ته په پام یو باامنه افغانستان د شفافو انتخاباتو لپاره ډېر ضرور دی. زما په نظر، سوله پر انتخاباتو لومړیتوب لري او د شفافو او عادلانه انتخاباتو لپاره باامنه افغانستان ضرور دی."

په همدې اونۍ کې کابل کې د امریکا سفیر جان باس له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي و، په افغانستان کې د جګړې ختمول د دوی لومړیتوب دی.، خو زیاته یې کړه، دوی په عین حال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو چمتوالي لپاره د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره مرستې ته هم دوام ورکوي.

د جان باس په وینا ممکنه ده چې دواړه پروسې خوا په خوا مخ ته یوړل شي.

امریکا یوازې د طالبانو پر خبرو ډاډه نه دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:28 0:00

د ترکیې له «ټي.ار.ټي» ټلوېزیون سره په‌دې مرکه کې ولسمشر اشرف غني د پاکستان په اړه وویل، دې هېواد ته په خپل وروستي سفر کې یې د پاکستاني چارواکو سره د مخامخ خبرو پر مهال د افغانستان په اړه د هغوی په لید لوري کې د بدلون نیت درک کړی.

ولسمشر غني وویل، د پاکستان په دولت کې په لوړه کچه د لیدلوري بدلون په‌دې معنی نه‌دی چې دغلته په منځني کچه هم د افغانستان په اړه لیدلوری بدل شوی.

د نوموړي په وینا لا هم د پاکستان له خاورې د افغانستان خلاف نااعلان شوې جګړه روانه ده.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG