د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

ژورنالېستان: پر رسنیو سانسور د پاکستان د اوسني رژیم د دیکتاتوري بڼه ښيې


د بې سرحده ژورنالېستانو ټولنه وايي، هغه څه ویرولي چې پاکستاني چارواکو په‌دې هېواد کې درې ټلوېزیوني چینلونه د اپوزیسون د یوې مشرې د خبري کنفرانس د خپرولو له کبله له کیبلي شبکې څخه ایستلي.

پاکستان کې ۳ ټلوېزیوني چینلونه له کیبلي شبکې و ایستل شول.

په نړۍ کې د رسنیو د ازادۍ د څار دې پاریس مېشتې سازمان د سې شنبې په ورځ په یو بیان کې وویل: "د رسنیو د سانسورولو په ناڅاپي پېښو کې وروستی زیاتوالی د پاکستان د اوسني رژیم زیاتیدونکې دیکتاتوري بڼه ښيي."

راپورونه وايي، اب تک ټي وي، ۲۴ نیوز او کپیټل ټي وي وروسته له هغې له کیبلي شبکې وایستل شول چې د پاکستان د پخواني صدراعظم نوازشریف د لور مریم نواز خبري کنفرانس یې په ژوندۍ بڼه خپور کړ.

د بې سرحده ژورنالېستانو ټولنه وايي، باور لري چې د پاکستان د برښنايي رسنیو د څار اداره یا «PEMRA» به د دې ګام تر شا وي.

دې ټولنې دا د رسنیو د خپلواکۍ او تعدد د اصولو څخه نه منونکی سرغړاوی بللی دی.

بې سرحده ژورنالېستانو ټولنې د پاکستان پر صدراعظم عمران خان غږ کړی چې په کیبلي شبکو کې دې د دې درې ټلوېزیوني شبکو د خپرونو د بېرته فعالېدو لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

په پاکستان کې تېرکال په یو ورته اقدام کې د مشهورې ټلوېزیونې شبکې جیو خپرونې هم د دې هېواد په زیاتو برخو کې بندې شوې وې.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG