د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

د ارګ هیله: ۲ میاشتو کې به د سولې پروسه کې یو ابتدايي هوکړه‌‌لیک لاسلیک شي


د قطر ناسته
د قطر ناسته

د افغانستان حکومت هیله‌مند دی چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان د سولې په پروسه کې یو ابتدايي هوکړه‌‌لیک لاسلیک شي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ دا خبره وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړه چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ له روانو خبرو، باخبره چارواکو رسنیو ته وویل، زلمي خلیل‌زاد له طالبانو سره خپلې اووم پړاو خبرې راټولې کړي او اوس به خپل مشرتابه ته په‌دې خبرو کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات ورکوي چې ښايي ترې وروسته د امریکا حکومت په‌دې تړاو یو اعلان وکړي.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل، د دواړو خواوو ترمنځ د شویو خبرو له جزئیاتو خبر دي: "د افغانستان حکومت د ټولو بحثونو په جریان کې دی. زموږ هیله‌مندي دا ده چې تر راتلونکو دوو میاشتو پورې د افغانستان د سولې په پروسه کې یوه لومړنۍ هوکړه‌لاسلیک شي چې د دې پروسې لومړنۍ برخه ده چې ورپسې به د سولې دوهمه برخه پیلېږي. دوهمه مرحله یوه سرتاسري او ملي پروسه ده."

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي، د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اترو په اووم پړاو کې د دې لپاره چې دواړه لوري له خپل مشرتابه سره سلا مشوره وکړي، وقفه راغلې او ژر به بېرته پیل شي.

طالبانو تر اوسه پورې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کول رد کړي، خو د تیرې یکشنبې او دوشنبې په ورځ یې په هغه غونډه کې استازو برخه واخېسته چې له کابله د افغان حکومت د ځینو چارواکو په شمول لسګونه افغان سیاستوال هم په‌کې وو او څېړونکو یې ګډ پریکړه‌لیک هیله بخښونکی بللی دی.

بل‌خوا د سې شنبې په ورځ یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو په دوحه کې د دوه ورځنیو بین‌الافغاني خبرو نتایج ستایلي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي پالیسۍ د دفتر ویاندې مایا کوچیانڅیڅ په یوې اعلامیې کې د دوحې د بین‌الافغاني غونډې هدف، رسمي خبرو ته لاره هوارول بللي دي او زیاته کړې یې ده چې د دې غونډې ګډون‌والو د سولې د یوې پراخې پروسې پیل ته شریکه هیله‌مندي وښوده او ژمنه یې وکړه، څو په یو لړ داسې تدابیرو غور وکړي چې سوله‌ییز چاپیریال او له جکړې پاک افغانستان رامنځ ته کړي.

اروپايي ټولنې یو وار بیا ژمنه کړې چې د افغانانو په مشرتابه او مالکیت به د سولې سیاسي او مالي ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې هدف لپاره د افغان حکومت او نورو ښکېلو لورو سره کار کوي.

همدارنګه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم په یو بیان کې د دې دوه ورځني کنفرانس بحثونه رغوونکې بللي او زیاته کړې یې ده چې په ګډه اعلامیه کې یې شریک لیدلوري د ټولو افغانانو ترمنځ د سولې د ټینګښت او روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره مشترک نظر او د خبرو دوام ته لېوالتیا ښيې.

په عین حال کې روسیې هم د دوحې د بین الافغاني غونډې نتایج ستایلي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپله وېب‌پاڼه د دوحې غونډه د هغه بین‌الافغاني غونډو دوام بللی چې په مسکو کې پیل شوې وې.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د سې شنبې په ورځ د دوحې د بین الافغاني غونډې د نتایجو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې ازبکستان په افغانستان کې د ريښتينې سولې د ټینګښت لپاره د هڅو دوام ته چمتو دي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG